طالبانو د پارلماني ټاکنو د ګډ وډولو ګواښ وکړ

په تېرو ټاکنو کې هم د طالبانو همدا دریځ و، خو ټاکنې وشوې

وسله والو طالبانو خپلو جګړه مارانو ته ویلي دي چې د انتخاباتو پر امنیتي کارکوونکو او چارواکو بریدونه وکړي.

رسنیو ته په یوې استولې شوې اعلامیې کې طالبانو را روان پارلماني انتخابات "دوکه" او "فریب" بللي دي. طالبان وايي د بریدونو له لارې به دغه ټاکنې ګډې وډې کړې.

دوی همدغه راز له خلکو هم غوښتي دي چې په انتخاباتو کې برخه وانخلي. طالبانو د دوشنبې په ورځ (اکتوبر۸) دا اعلامیه خپره کړې ده.

وسله والو طالبانو د افغانستان د پارلماني او جمهوري ریاست په تېرو ټاکنو کې هم همدا دریځ درلوده او پر یو شمېر انتخاباتي مامورانو او دفترونو یې بریدونه هم وکړل، خو بیا هم انتخابات وشول.

د طالبانو له ګواښ او خبرداري سره سره د افغانستان د ټاکنو کمیسیون وايي د شاوخوا نهو میلیونه رایه ورکونکو لپاره یې د رایو پاڼې چاپ کړي دي او انتخابات به د ۲۰۱۸ کال د اکتوبر په ۲۰ کیږي.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د امنیت ساتنې لپاره به ټول افغان ځواکونه په لومړۍ درجه احضاراتو کې وي او په دې برخه کې بشپړ چمتو دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمې تېره اونۍ د انتخاباتو د امنیت په اړه په یو امنیتي کنفرانس کې وویل" د ۵۱۰۰ مرکزونو لپاره او د ۲۱۰۰۰ محلونو لپاره ۵۴۰۰۰ امنیتي ځواکونه ګمارل شوي دي."

د انتخاباتو کمیسیون وايي ولسي جرګې ته څه باندې ۲۵۰۰ کسان ولسي جرګې ته کاندیدان دي چې شاوخوا ۴۰۰ یې ښځې دي. د افغانستان ولسي جرګه ۲۴۹ څوکۍ لري.