افغانستان د کرکټ تاریخي سیالۍ ته ور روان دی

د شنبې ورځ د هند د ناګپور په وخت د ماسپښین درې بجې چې د کابل دوه بجې کیږي . د افغانستان د کرکټ د تاریخ تر دې دمه د ټولو نه مهمې سیالۍ دپاره میدان ته کوزیږي او کرکټ د شل اوریز نړیوال جام د اول راونډ په اخري سیالۍ کې د زمبابوې سره مخامخ وي.

تیر شل اوریز جامونه

افغانستان د کرکټ شل اوریز جام سیالیو کې په څلورم ځل لوبیږي او تر دې دمه ېې درې لوبې ګټلي چې یوه ېې د کال ۲۰۱۴ جام کې او دوه دې روان نړیوال جام کې. چې هغې کې هم دوه د هانګ کانګ نه ګټل شوي .تر اوسه افغانستان په نړیوال جام سیالیو کې یوازې د دویمې درجې ټیمونو ته ماتې ورکړې ده.
افغانستان تراوسه د نړۍ د اولې درجې څلورو ټيمونو سره شل اوریز جام سیالیو کې مخامخ شویدی . کال ۲۰۱۰ کې هند او جنوبي افریقه سره، کال ۲۰۱۲ کې انګلستان او هند سره او کال ۲۰۱۴ کې بنګله دیش کې د هانګ کانګ او نیپال سره سره د بنګله دیش سره هم ورته یوه لوبه برابره شوې وه .خو بنګله دیش ته ماتې ورکولو کې بریالی نه شو.

د کپتان اصغر ستانکزي په مشرۍ ملي ټیم ډیرې لوبې ګټلي دي

د ګټلو ګټې
نو د شنبې په ورځ د زمبابوې سره د ناګپور په میدان کیدونکې د نړیوال شل اوریز جام سیالۍ کې ورته په یو وخت ګڼ فرصتونه او ویاړونه په برخه کیږي ،یو دا چې د اولې درجې یو ټيم زمبابوې هم مات کړي او هم د څلورو نورو قوي ټيمونو سره یو قطار کې دریدو ویاړ وګټي. په یو معنا دا د افغانستان دپاره د خپل کرکټ تاریخ ټولو نه مهمه او تاریخي لوبه ده.د افغانستان دپاره د نړیوال شل اوریز جام فاینل دی.

افغانستان چې زمبابوې ته ماتې ورکړي نو انعام کې به د هند څلورو ښارونو کې د نړۍ د څلور اول درجه ټیمونو چې درې پکې شل اوریز جامونو پخواني قهرمانان هم دي ،یعني سري لنکا ،انګلستان او ویسټ انډیز سره د سیالیو کولو قیمتي ویاړ په برخه شي. چې دې کې اوله کلکته کې سري لنکا سره په ولسم مارچ، دویمه جنوبي افریقه سره ممبي کې په شلم مارچ، دریمه انګلستان سره دهلي کې په درویشتم مارچ او څلورمه ویسټ ان‌‌‌‌‌‌ډيز سره بیرته ناګپور کې په اوویشتم مارچ . خو دغو سیالیو ته رسیدو دپاره ضرور ده چې افغانستان په دولسم مارچ اول زمبابوې ته ماتې ورکړي.

د زمبابوې سره موازنه

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ چې کومې وروستۍ شل اوریزې لوبې شویدي هغې کې زمبابوې یوه هم نه ده ګټلي او افغانستان ټولو څلورو کې قهرمان شویدی. افغانستان چې د اولې درجې یوازیني ټیم ته ډیر شکستونه ورکړي هغه هم د زمبابوې ټیم دی. زمبابوې ته ېې تیر کال نومبر کې پخپله زمبابوې کې ماتې ورکړې او بیا ېې شارجه کې هم شوې شل اوریزې سیالۍ ورنه وګټلې.

محمد نبي او حمید حسن د افغانستان د کرکټ د ملا تیر بلل کیږي

د افغانستان او زمبابوې د کرکټ د روان شل اوریز جام دوه دوه سیالۍ ګټلي او اوس دواړه د دې جام بل راونډ ته رسیدو دپاره یو بل سره مخامخ کیږي چې په یو اعتبار دواړو دپاره د دې راونډ فاینل دی. دواړو ټیمونو دپاره یو ډول ارزښت لري،افغانستان ته ېې ګټل په دې مهم دي چې په اول ځل ورته د نړیوال جام د دریو سیالیو او د سر د لسو ټیمونو په صف کې د دریدو چانس برابریږي او زمبابوې ته ځکه مهمه سیالي ده چې نړیوال مقام ېې د ګواښ سره مخ دی.افغانستان د کرکټ د شل اوریزو سیالیو په درجه بندۍ کې زمبابوې نه وړاندې دی.

د ناګپور میدان

د ناګپور په میدان دواړو ټیمونو د هانګ کانګ او سکاټ لینډ مقابل کې لوبې وکړې او وې ګټلې. زمبابوې د توپ وهنې په ډګر کې زیاته تکیه پخپل کپتان مساکادزه کوي او هغه په تیرو دوه سیالیو کې د منډې په وخت رن اوټ شویدی. نو افغانستان به زیات کوشش کوي چې مساکادزه آزادې لوبې ته پري نږدي.

د ناګپور د کرکټ د توپ وهنې ځای یا پېچ د سلو یا آهسته توپ اچونکو دپاره ګټور دی چې په هغې دپاره افغانستان د محمد نبي ،راشد ارمان سمیع الله شینواري او حمزه هوتک غوندې تکړه توپ اچونکي لري .هانګ کانګ سره سیالۍ کې د حمزه هوتک په ځای حمید حسن اخیستل شوی و. حمزه هوتک شارجه کې زمبابوې خلاف ښه ځلیدلی و، نو اوس به د کرکټ ټیم دا فیصله کوي چې حمزه هوتک بیرته راولي او که راولي ېې نو د چا په ځای ؟،حمید حسن او که د توپ وهونکو نه یو لوبغاړی کينوي.؟

د کرکټ ملي ټیم ته د نړیوال ویاړونو ګټلو ستر فرصت برابر شویدی

د افغانستان برلاسي

د زمبابوې دپاره په دې مهمه سیالۍ کې ټولو نه زیات تشویش به د محمد شهزاد په اړه وي او غواړي به چې زر تر زره ېې وسوزوي .شهزاد زمبابوې خلاف شارجه کې په شل اوریزه کې سلیزه وهلې وه او دوه سوه نه زیاتو منډو هدف ېې وړکړی و.

په رواني او د لوبو د وروستي ریکارډ په اساس افغانستان په زمبابوې لاس بری دی ،خو کرکټ د هغې ورځ لوبه ده په کومه ورځ چې کیږي نو افغانستان به د تیرو بریایو په ځای نني میدان ته ګوري او خپل صلاحیت او قوت نه به کار اخلي او خپلو وطنوالو ته به د تاریخي بریا زیری ورکوي.

د افغانستان د کرکټ مینه وال د ملي ټیم بري ته هیله مند دي

د افغان ولس هیلې

د افغانستان د دې تاریخي لوبې لیدو دپاره که یو خوا افغانان په خپل وطن کې ساعتونه شماري نو ورسره سلهاو افغانان د ناګپو میدان ته راځي .دوي هیله لري چې افغانستان قهرمان شي او د قهرمانۍ جشن به مبارکیو ونمانځي او نورو وطنوالو نه هیله کوي چې د ډزو کولو نه ډده وکړي او خوشالي په خوشالیو خورولو ونمانځي.