افغانستان کې کروناویروس؛ په تیر یو کال کې څه پيښ شول؟

په افغانستان کې د کروناویروس د لومړنۍ پیښې له ثبت کیدو څخه پوره یو کال تیر شو. په تیر یو کال کې افغانان هم د نړۍ د نورو هیوادونو د وګړو په څیر د کرونا وبا په وجه د انسانانو د پراخې مړینې سربیره د زیاتو ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د رسمي شمیرو له مخې په تیر یو کال کې د کروناویروس وبا ۲۴۴۰تنه مړه کړي او پدې هیواد کې د فبرورۍ تر ۲۴ (کب ۶) پورې شاوخوا ۵۶۶۰۰تنه په کروناویروس اخته شوي دي، که څه هم چې د روغتیایي کارپوهانو په وینا په افغانستان کې د کروناویروس په وجه د اخته کسانو او مړو شمیر له هغه څه څخه زیات دی چې په رسمي توګه رپوټ ورکول کیږي.

په افغانستان کې د کروناویروس د لومړۍ پیښې د رامنځته کیدو څخه تر نن پورې دلته په لنډه توګه پیښو ته کتنه کوو:

د ۲۰۲۰ د فبرورۍ ۲۴ (۱۳۹۸ کب پنځمه) په هرات ولایت کې د لومړي ځل لپاره په کروناویروس باندې د یو کس د اخته کیدو خبر ورکړشو. په افغانستان په کرونا وبا اخته لومړی شخص یو ۳۵ کلن نارینه و چې د ایران له قم ښار نه هرات ولایت ته ستون شوی و.

۲۰۲۰د کارچ ۵ (۱۳۹۸کب ۱۵) د افغانستان د روغتیا وزارت د کروناویروس د خپریدو د اندیښنې په وجه له هیوادوالو وغوښتل چې د نوروز په جشن کې ګډون ونکړي. هرات لاهم د کروناویروس د پیښو مرکز و او څلور تنه په کې پدې ویروس اخته وو.

۲۰۲۰مارچ ۱۰ (۱۳۹۸کب ۲۰) د افغانستان د روغتیا وزارت په هیواد کې د کروناویروس د پنځمې مثبتې پیښې د ثبت کیدو خبر ورکړ چې په سمنګان ولایت کې رامنځ ته شوې وه. د مقاماتو په وینا دغه ناروغ کس درې ورځې مخکې د ایران له ګرګان ولایت څخه هیواد ته راستون شوی و.

۲۰۲۰د مارچ ۱۴ (۱۳۹۸کب ۲۴) د کروناویروس لومړۍ مثبتې پیښې په کاپیسا او بلخ ولایتونو کې ثبت شوې. تر دغه وخته پورې په ټول افغانستان کې د کرونا د پیښو شمیر ۱۱تنو ته رسیدلی و چې شپږ پیښې یې په هرات کې وې.

۲۰۲۰مارچ ۱۴ (۱۳۹۸کب ۲۴) د افغانستان حکومت د کروناویروس د مخنیوي په خاطر ټول دولتي او خصوصي ښوونځي او پوهنتونونه د وري د میاشتې تر ۳۰پورې وتړل.

۲۰۲۰مارچ ۱۵ (۱۳۹۸کب ۲۵) په کابل کې د امریکا سفارت خپلې ټولې کونسلي چارې تر راتلونکې خبرتیا پورې وځنډولې.

۲۰۲۰مارچ ۱۹ (۱۳۹۹وري ۳ ) په افغانستان کې د کروناویروس په وجه لومړنۍ مړینه ثبت شوه. ددې ناروغۍ لومړنی قرباني شخص د بلخ ولایت یو اوسیدونکی و.

۲۰۲۰مارچ ۲۱ ((۱۳۹۹وري ۲) د افغانستان حکومت د کروناویروس د مخنیوي لپاره د ملکي خدماتو ټول مامورین د دریو اونیو لپاره رخصت کړل.

۲۰۲۰مارچ ۲۲ (۱۳۹۹وري ۳) په کابل کې د کروناویروس لومړنۍ پیښې ثبت شوې او د افغانستان د روغتیایي مقاماتو په وینا د یو بهرني سفارت دوه دپلوماتان په کابل کې د کروناویروس لومړني ناروغان وو.

۲۰۲۰ مارچ ۲۵ (۱۳۹۹وري ۶) په افغانستان کې د کروناویروس په وجه د دوهم کس مړینه ثبت شوه چې د هرات ولایت اوسیدونکې یوه ۴۵کلنه ښځه وه.

۲۰۲۰ د اپریل دوهمه (۱۳۹۹وري ۱۴) د افغانستان د محبسونو او توقیف ځایونو عمومي ریاست اعلان وکړ چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د فرمان په اساس د کروناویروس د مخنیوي په مقصد د افغانستان د زندانونو څخه په تیرو څو ورځو کې ۱۶۹۹ بندیان د ۳۳ولایتونو له زندانونو څخه خوشې شوي دي.

د ۲۰۲۰د اپریل ۳ (۱۳۹۹وري ۱۵) په افغانستان کې د نړیوال بانک دفتر د کرونا ویروس سره مبارزې لپاره له دغه هېواد سره څه باندې ۱۰۰میلیونه ډالر بېړنۍ مرسته اعلان کړه.

۲۰۲۰ اپریل ۲۹ (۱۳۹۹غوایي ۱۰) نړیوال پولي صندوق د کروناویروس په وړاندې د مبارزې لپاره له افغانستان سره د ۲۲۰ میلیون ډالرو مالي مرسته تصویب کړه.

۲۰۲۰مۍ اوومه (۱۳۹۹غوایي ۱۸) د افغانستان د روغتیا وزارت په کروناویروس باندې ددې وزارت د هغه وخت د برحاله وزیرد اخته کیدو خبر ورکړ. تر هغه وخته په افغانستان کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمیر ۳۵۶۳ تنه او د مړو شمیر ۱۰۶ تنو ته رسیدلی و.

۲۰۲۰مۍ اتمه (۱۳۹۹غوایي ۱۹) نړیوال بانک په افغانستان کې د اصلاحاتو بهیر د ساتنې او دوام او د کرونا ویروس د وبا سره د مبارزې لپاره دغه هیواد تهد۴۰۰میلیون ډالره نوې وړیا مالي مرستېخبر ورکړ.

۲۰۲۰اګست ۵ (۱۳۹۹زمري ۱۵) په افغانستان کې د پوهنتونونو حضوري درسونه پیل شول. هغه وخت کې افغانستان د کرونا وبا د وژونکې څپې څخه تازه تیر شوی و.

۲۰۲۰اګست ۲۶ (۱۳۹۹وږي ۵) د زیاتې غوغا وروسته د افغانستان د حکومت ځانګړي مفتش خبر ورکړ چې د هیواد څخه بهر هیڅ تنفسي اله (وینتلاتور) نده قاچاق شوې. د کروناویروس د څپو په اوج کې یوې محلي رسنۍ رپوټ ورکړی و چې د وینتلاتور څو دستګاوې پاکستان ته قاچاق شوي او خرڅې شوې دي.

۲۰۲۰سپتمبر ۱۴ (۱۳۹۹وږي ۲۴) د پولیو واکسین سرتاسري کمپاین چې د کروناویروس په وجه د څو میاشتو لپاره ځنډول شوی و بیرته پیل شو.

۲۰۲۰اکتوبر ۱ (۱۳۹۹تلې ۱۰) د امریکا متحده ایالاتو افغانستان ته د مصنوعي تنفس ۱۰۰دستګاوې د افغانستان حکومت ته ورکړې چې د کروناویروس په عاجلو پیښو کې ترې ګټه واخلي.

۲۰۲۰اکتوبر ۳ (۱۳۹۹تلې ۱۲) په ټول افغانستان کې ښوونځي پرانستل شول.

۲۰۲۰نومبر ۲۱ (۱۳۹۹لیندۍ اوله) د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وویل چې د حکومت د کابینې د تازه تصمیم له مخې د لیندۍ له اتمې څخه دولتي او خصوصي پوهنتونونه تړل کیږي.

۲۰۲۱فبرورۍ ۷ (۱۳۹۹لیندۍ ۱۹) د کروناویروس ضد واکسین لومړۍ جوپه چې ۵۰۰زره دوزه واکسین و د هند له خوا افغانستان ته د مرستې په توګه ورکړل شو او کابل ته ورسید. جمهور رئیس غني امر وکړ چې لومړی دې روغتیایي کارکوونکي او د پوځ منسوبین واکسین شي.

۲۰۲۱فبرورۍ ۲۳(۱۳۹۹کب ۵) د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د جمهور رئیس او مقاماتو په حضور کې د کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق بهیر پيل شواو څو تنه روغتیایي کارکوونکي، امنیتي چارو منسوبین او د رسنیو غړي واکسین شول.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹کال په ډیسمبر میاشت کې د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې تشخیص شواو په چټکه ټولې نړۍ ته خپور شو.

د چهارشنبې تر ورځې فبرورۍ ۲۴پورې په نړۍ کې ۱۱۲۲۲۲۲۹۰کسان په کرونا اخته شوي او له دې وجې ۲۴۸۷۷۶۶کسان مړه شوي دي.