افغانستان متحده عربي اماراتو ته کارګر ورکوي

لا معلومه نه چې افغانستان به څومره کارګر متحدو عربي اماراتو ته استوي

افغان حکومت د متحدو عربو اماراتو سره یو تازه تړون لاسلیک کړ چې له مخې به یې افغان کارګر اماراتو ته د کار لپاره استول کیږي.

دا تړون د سویزرلنډ د ژینوا په ښار کې د کارګرو په ۱۰۷ نړیوال کنفرانس کې لاسلیک شوی دی. تړون د متحدو عربو اماراتو د بشري منابعو وزیر ناصر بن الثاني الحملي او د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو د وزیر فیض الله ذکي ترمنځ لاسلیک شو.

ښاغلي الحملي وویل چې د دواړو هېوادونو مشترګو ګټو ته په کتو به دا تړون په متحده عربي اماراتو کې د افغان کارګرو لپاره د موقتي قراردادونو د تنظیم او مدیریت په برخه کې اغیزناک پریوځي.

د متحدو عربو اماراتو دولتي اژانس د چهارشنبې په ورځ (مۍ۳۱) دا خبر خپور کړ.

افغان وزیر فیض الله ذکي له اماراتو څخه مننه وکړه چې د افغان کارګرو په ګډون د نورو کارګرو حقونه خوندي کوي او د کارګرو د استخدام چارې تنظیموي. ټاکل شوې چې د دواړو هېوادونو له لوري یوه ګډه کمېټه جوړه شي چې دا تړون عملي کړي، خو معلومه نه ده چې کمیټه به کله جوړیږي.

د تړون له مخې افغان کارګر باید د متحدو عربو اماراتو د بشري منابعو د تګلارې په اساس وګمارل شي او ټول حقوق او وجایب یې هم په پام کې ونیول شي. په تړون کې دا خبره هم شوې ده چې که د افغان کارګرو او د هغوی اړوندو ادارو او شرکتونو ترمنځ کومه ستونزه پیدا کیږي، دا قضیه دې د متحدو اماراتو بشري منابعو وزارت ته وسپارل شي او که داسې ونشي دا قضیه به د عدلیې وزارت ته انتقال کړل شي.

افغان حکومت لا ددغه قرارداد په اړه څه نه دي ویلي او نه هم دا معلومه ده چې څومره افغان کارګر به هغه هېواد ته استول کیږي. افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې راځي چې ډېر خلک یې وزګار دي او میلیونه نور افغانان د کار او ښه ژوند په لټه په متحدو عربو اماراتو او د نړۍ په نورو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند کوي.