افغانستان په ډسمبر کې له ایرلنډ سره درې لوبې کوي

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ سیالۍ د ډسمبر په پنځمه، اوومه او لسمه دي

ټاکل شوې چې د ډسمبر په میاشت کې افغانستان له ایرلنډ سره درې یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې وکړي.

افغانستان ښايي همدغلته له زمبابوې سره د خپل ټست لومړنۍ سیالي هم وکړي. افغانستان څو میاشتې مخکې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی شو، خو لا یې د ټست کومه لوبه نه ده کړې.

د شارجه د کرکټ د نړیوال لوبغالي یو مسئول مظهر خان د فرانسې خبري اژانس ته وویل "موږ به په ډسمبر کې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د دریو یوې ورځنیو نړیوالو سیالیو کوربانه یو. په دې هم خبرې روانې دي چې له ایرلنډ سره تر لوبو وروسته شاید افغانستان خپله لومړنۍ ټست لوبه هم زموږ په لوبغالي کې وکړي".

له ایرلنډ سره درې لوبې به د ډسمبر په پنځمه، اوومه او لسمه کیږي. خو ښاغلي مظهر وویل چې د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د ټست لوبې نېټه به ژرمشخصه شي.

افغانستان د مارچ په میاشت کې له ایرلنډ څخه د یوې ورځنیو لوبو لړۍ وګټله. تراوسه د دغه خبر په اړه د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ بورډ چارواکو څه نه دي ویلي. افغانستان او ایرلنډ په یوه ورځ د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړي شول.

ایرلنډ له پاکستان سره د ټست سیالیو خبره پخه کړې او ټاکل شوې چې د ۲۰۱۸ کال د مۍ په میاشت کې پاکستان ایرلنډ ته ولاړ شي.

دا خبرې داسې مهال کیږي چې د شنبې په ورځ افغانستان هانګ کانګ ته په څلور ورځینو سیالیو کې لویه ماتې ورکړه.