افغان سفیر او د پاکستان د پوځ مشر پر "اعتماد جوړونې" غږیدلي

زاخیلوال د دغه ملاقات تصویر په خپل ټویټر کې خپور کړی دی

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال وايي د پاکستان د پوځ له مشر قمر باجوه سره په دوه اړخیزو مسایلو غږېدلی دی.

پداسې حال کې چې د کابل-اسلام اباد اړیکې ترینګلې دي، افغان سفیر محمد عمر زاخیلوال د پاکستان له لوی درستیز سره لیدلي دي.

ښاغلي زاخیلوال په خپل ټویټر کې لیکلي دي "نن سهار مې د پاکستان د پوځ له مشر قمر باجوه سره "د دوه اړخیزو روابطو، دوه اړخیزې اعتماد جوړونې او د دواړو ولسونو لپاره د سولې او سوکالۍ د چاپیریال برابرولو پر لارو چارو خبرې وکړې".

ښاغلي زاخیلوال د خپل دغه ملاقات په اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه هم د پاکستان پوځ په دې اړه کومه اعلامیه خپره کړې ده.

نوموړی داسې مهال د پاکستان د پوځ له مشر سره ګوري چې څو ورځې مخکې د طالبانو د قطر د دفتر یو پلاوی اسلام ته تللی و او هلته یې له پاکستان چارواکو سره خبرې کړي دي.

راپورونه وايي چې دواړو خواو پر یو شمېر نورو مسایلو سربېره د سولې په اړه هم غږېدلي دي. دا پداسې حال کې ده چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځد سولې خبرې اترې په ټپه ولاړې دي.