افغانستان او ترکمنستان د ستراتیژیکو اړیکو تړون وکړ

د ترکمنستان ولسمشر وایي د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د ولسمشر غني له نظر سره موافق دی

دواړو ګاونډیو هیوادونو دغه راز د اقتصادي، سوداګریزو او فرهنګي اړیکو د پراختیا لپاره نور اسناد هم لاسلیک کړل.

افغان او ترکمن ولسمشرانو د پنجشنبې په ورځ (فبرورۍ ۲۱) خپل تر منځ د ستراتیژیکو اړیکو تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې به دواړه هیوادونه په سیاسي، امنیتي او استخباراتي برخو کې خپل تر منځ اړیکو او همغږو ته وده ورکړي.

ترکمنستان ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په دوهمه ورځ، دغه راز د افغانستان او ترکمنستان تر منځ په سوداګریز او اقتصادي چارو کې یو شمیر نور هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

لاسلیک شوي تړونونه

د افغانستان د اورګاډي د چارو د ادارې او ترکمنستان د صنایعو او ارتباطاتو وزارت د آقینه-اندخوی د اورګاډي د پټلۍ د جوړولو او دا د اورګاډي د پټلۍ په یوې نړیوالې لارې د بدلولو لپاره یادښتونه لاسلیک شول.

ارګ وايي دواړو هېوادونو همدغه راز د هوايي خدمتونو او مستقیمو پروازنو او په دغو برخو کې د نورو همکاریو او اسانتیاو د برابرولو تړونونه هم وکړل.

د متقابلو ګمرکي همکاریو او ګمرکي سرغړونو د مخنیوي لپاره هم تړونونه لاسلیک شول. له ترکمنستان څخه هرات ولایت ته د انرژۍ د صادراتو او ګازو د همکاریو د زیاتولو تړونونه هم وشول.

د ترکمنستان ولسمشر وویل د تاپي پروژې په پيل سره، چې له ترکمنستان څخه افغانستان او بیا پاکستان او هند ته ګاز انتقالوي، ۱۲۰۰۰ افغانانو ته کاري زمینې برابرې شي او افغانستان به له دې لارې د کال یو میلیارد ډالر عاید ترلاسه کوي.

د سولې د بهیر ننګه

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف په اقتصادي، سیاسي او امنیتي برخو کې د مرستو او همکاریو ترڅنګ دا خبره هم وکړه چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې د ولسمشر غني له نظر سره موافق دی.

ښاغلي محمدوف وویل چې ترکمنستان د افغانستان د روانې جګړې یو سوله ایز حل غواړي او په دغه برخه کې د هر ډول همکاریو ته تیار دی.

نوموړي داسې مهال د افغان سولې سره د همکاریو خبره کوي چې امریکا له طالبانو سره مخامخ خبرې پیل کړي دي او داسې هیلې پیدا شوې چې ښايي په دغو مذاکراتو کې پرمختګ وشي.