افغانستان د هوایي ترافیک مدیریت ته مؤقتي حل موندلی

د امریکا متحده ایالات به د سپتمبر تر ١٦ پورې د افغانستان د هوایي حریم مدیریت وکړي

په داسې حال کې چې د افغانستان د هوایي حریم د کنترول په هکله تړون د جون په پای کې پای ته رسیږي، یو افغان چارواکی وایي چې د امریکا متحده ایالات به دغه کار ته تر دوه نیمو نورو میاشتو پورې دوام ورکړي.

د افغانستان هوایي حریم د اروپا او آسیا ترمنځ یو عمده فضایي دهلیز دی چې په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د رژیم د نسکوریدو راهیسې یې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو له لورې مدیریت کیده. خو د افغانستان څخه د نړیوالو محاربوي ځواکونو له وتلو وروسته د هوایي حریم د کنترول او څارنې ماموریت د افغانستان حکومت ته په داسې حال کې انتقال شو چې افغان مقاماتو ورته تیاری نه درلود.

دا کار ښایي د دې سبب شو چې د هوایي چلند ځيني نړیوال شرکتونه افغانستان ته او د افغانستان له هوایي حریم څخه د تیریدو لپاره خپل پروازونه ودروي.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند د پالیسۍ او پلان د چارو د ریاست مرستیال محمد قسیم وفایي زاده د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي چې اوس یوه حل لاره موندل شوې ده.

د هغه په وینا د امریکا متحده ایالات به د سپتمبر تر ١٦ پورې د افغانستان د هوایي حریم مدیریت وکړي چې تر هغه به یوه نړیواله تجربه کاره کمپنۍ دغه چارې ترلاسه کړي.

دې کمپنۍ چې ښاغلي وفایي زاده یې د نوم له اخیستلو ډډه وکړه د داوطلبۍ له لارې د راتلوونکو دوو کلونو پورې د افغاسنتان د هوایي حریم د مدیریت د چارو د پرمخ بیولو قرارداد ترلاسه کړی دی. د هغه په وینا " اوس او د راتلوونکو دوو کلونو پورې په دې هکله کومه اندیښنه نشته."

د ملکي هوایي چلند ویاند قسیم رحیمي ویلي دي چې دا کمپنۍ به د افغانستان د حکومت تر ارنې لاندې کار وکړي. کمپنۍ به بهرني متخصصین استخدام کړي خو د تړون له مخې په عین وخت کې به افغانان هم وگماري او هم به یې وروزي.

د تړون د لنډمهاله اوږدیدو په هکله سمدستي د امریکایي چارواکو له لورې کومه تبصره نه ده شوې.

د افغانستان د ترانسپورټ او ملکي هوایي چلند وزیر محمدالله بتاش څو ورځې مخکې د خپل وزارت د لومړیو سلو ورځو د کاري پلان په باب خبریالانو ته د خبرو په وخت ویلي وو چې د هوایي حریم د ساتلو لپاره اویا تخنیکي مامورینو ته اړتیا ده چې په اوس وخت کې افغانستان یوازې اوه دغسې تخنیکي مامورین لري.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند د پالیسۍ او پلان د چارو د ریاست مرستیال محمد قسیم وفایي زاده د می په میاشت کې ویلي وو چې د افغانستان د فضایي حریم دپاسه هوایي ترافیک او همداشان د منځنۍ آسیا هیوادونو ته د هوایي تگ راتگ له لارې په کال کې ٣٣ میلیونه ډالر ترلاسه کیږي.

هغه نړیوال هوایي شرکتونه چې د افغانستان پایتخت کابل ته پروازونه کوي په کې امارت ایرلین، ایر انډیا، ترکش ایرلین شامل دي او همداشان یو شمیر نورې نړیوالې الوتنې د افغانستان له فضا څخه تیریږي.

د اروپایي ټولنې د هیوادونو څخه افغانستان ته مستقیم پروازونه د الوتکو او الوتنو د خوندیتوب د اندیښنو له کبله نشته.