افغانستان او ترکمنستان د تاپي پروژې امنیتي پلان لاسلیک کړ

د ټاپي د ګازو پروژه به د سړکونو، مواصلاتو او اور ګادي د پټلیو د غځولو له لارې منځنۍ اسیا د جنوبي اسیا سره ونښلوي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ايي وايي افغانستان او ترکمنستان تر منځ د تاپي پروژې امنیتي پلان لاسلیک شو.

دغه پلان پرون پنجشنبه اپرېل ۱۵(وري ۲۶) د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر د مرستیال عبادالله عباد او د ترکمنستان له خوا د تاپي د مدیر محمد متیرات امانوف تر منځ لاسلیک شو.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي: "د تاپي امنیتي پلان د څو هیوادونو د هغې لویې پروژې له تطبیق او ودې سره مرسته کوي چې له ترکمستانه جنوبي اسیا ته ګاز لېږدوي او د سیمه‌یز ثبات او بسیاینې سبب ګرځي."

ټاپي د افغانستان مهمه پروژه ده چې د سیمه‌ یز امنیت او د ادغام له سیاست سره مرسته کوي او د سیمې لوبغاړي هیوادونه لکه پاکستان او هند په ګډو ګټو کې سره متحدې کوي.

ولسمشر غني په ۱۳۹۶ کال کې په هرات ولایت کې د تاپي پروژې د کار د پرانستې په مراسمو کې ویلي چې افغانستان به د دې پروژې د پلي کولو لپاره هیڅ ډول اقدام ونه سپموي.

ښاغلي غني همدارنګه زیاته کړې وه چې "سیمه ییزه همکاري مونږ له فقر نه ثروت ته رسوي".

د تاپي د ګازو پروژه به د سړکونو، مواصلاتو او اور ګادي د پټلیو د غځولو له لارې منځنۍ اسیا د جنوبي اسیا سره ونښلوي.