د افغان او پاکستاني سرحدي قواوو ترمنځ جګړه نښتې چي لاهم دوام لري

افغان امنيتي مقامات وايې چې لومړی د پاکستان له لورې د لقمان او زاړه کلي پر سیمو د درنو وسلو ډزې شوي چې په ځواب کې افغان ځواکونو هم جدي غبرګون ښودلی.

تر اوسه د پاکستاني لوري په درنو ډزو کې ۳۰تنه ټپیان شوي او یو تن وژل شوی دی.

ستونزه د ډیورنډ د فرضي کرښې هخوا د پاکستان خوا ته د هغو زر ګونو مظاهره کونکو تر اقدام وروسته را ولاړه شوه چي د پاکستاني سرحدي ملېشه وو ځيني پوستو او تاسیساتو ته يې اور واچاوه.

په سپين بولدک کې افغان سرحدي کميسیاري وايي چي پاکستاني لوري ورسره ژمنه کړې وه چي نن به د چمن – سپین بولدک لار د هغو زرګونو افغان مسافرینو پر مخ پرانیزي چي له تیرو ۶میاشتو راهیسې په پاکستان کې بند پاته وو.

دغه مسافر د پرون ورځې راهیسې د پاکستان له کراچۍ، کوټې او د پېښور له ښارونو څخه چمن ته رسیدلي و او د لارې د خلاصون انتظار يې کاوه چي پاکستاني لوري پر کړې ژمنې عمل ونکړ او مسافر د شدیدي ګرمی له کبله له ګڼو ستونزو سره مخ وو چې وروسته د دغو افغان مسافرو په ملاتړ نن مازیګر د چمن ښار اوسیدونکو زرګونو پښتنو د پاکستاني سرحدي ملېشه وو تاسیساتو ته اور واچاوه. پاکستاني ملېشه وو يې پر ځواب کې ډزې کړي او اوښکې بهوونکی ګاز يې کارولی دی.

سیمه ييز اوسیدونکي حاجي عبدالحي اشنا رادیو ته وويل چې د چمن مظاهره کونکو ځينو افغان مسافرو ته لار پرانیستله او ځيني محدود شمېر مسافر سپین بولدک ته واوښتل.

د کندهار امنيتي مقامات وايې چې پاکستاني ملېشه وو ماښام ۷بجې د لقمان او زاړه کلي پر سیمو د توپچي بریدونه کړي چي په غبرګون کې يې افغان سرحدي قواوو هم په جوابي اقدام لاس پورې کړی.

د کندهار د پوليسو یوه مقام څارمن غورځنګ افریدي اشنا رادیو ته وويل چې "په سیمه کې ځواکونه موجود دي او د سرحدي قواوو قومندان جنرال اولیا اطرافي او امنیه قومندان تادین خان د جګړې سیمي ته رسیدلي او دغه راز تازه دمه افغان دفاعي او امنیتي سرتیرو ته هم د تیارسی امر شوی. د جګړې او د تلفاتو بشپړ جزیات به وروسته در سره شریک کړو."

په ورته وخت کې کې روغتیايي مقامات وايې چې تر اوسه ۳۰تنه ټپیان په سپین بولدک کې روغتیايي مرکز ته انتقال شوي چي کندهار ښار ته يې د لېږد چاري پيل شوي.

د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکتر موسی جان سلطاني اشنا رادیو ته وويل چي "سیار روغتیايي ټيمونه او امبولانسونه سپین بولدک ته پر لار دي او تر اوسه زموږ د سپين بولدک روغتون ته ۳۰ټپیان را وړل شوي چي ټول عام وګړي دي او ښځي او ماشومان هم پکښې شامل دي."

دغه راز د وېش بازار ګڼو کورنیو خپل کورنه د پاکستاني توپچي بریدونو له وېري خوشي کړي او د حوت غره سیمي ته ستانه شوي.

جګړه لاهم د افغان او پاکستاني لوري تر منځ دوام لري او تر ډيره پورې دواړه لوري د درنو وسلو له استعمال څخه کار اخلي.

همداراز تر اوسه د هغو زر ګونو افغان مسافرو سرنوشت هم ندی معلوم چي غوښتل یې له چمن ښار ګوټي څخه سپین بولدک ته واوړي.