شفافیت د څار اداره: لاهم په افغانستان کې د فساد سره مبارزه نمایشي ده

افغان حکومت وایي، په ټولو حکومتي ادارو کې او په ځانګړي ډول په امنیتي سکټور کې یې د فساد په ضد کوټلې ګامونه اخیستي

د افغانستان د شفافیت اداره د افغان حکومت له خوا په امنیتي سکټور کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې ترسره شوي اقدامات نمایشي ګڼي او وایي، چې لا هم د هغو فاسدو مامورینو سره، چې زور او سیاسي ملاتړ لري توپیري چلند کیږي.

د افغانستان د شفافیت د ادارې اجرائیوي رئیس سید اکرام افضلي امریکا غږ سره په مرکه کې په امنیتي سکټور کې د فساد شتون د هغو سترو ګواښونو په ډله کې یاد کړ، چې افغان حکومت ورسره مخ دی.

ښاغلي افضلي وویل "د دغې ستونزې د حل لپاره تراوسه پورې داسې ګامونه نه دي پورته شوي چې زمونږ قناعت پرې حاصل شي، ځکه چې دا پروسه واقعآ غیر شفافه ده او د بلې خوا داسې ښکاري چې دا پروسه ډیره سیاسي ده".

د هغه په باور هغه کسان چې سیاسي ملاتړ لري، سیاسي زور لري د هغوی پر وړاندې په کلکه توګه مبارزه نه کیږي او هغوی د معافیت د فرهنګ څخه ګټه پورته کړي.

د هغه په وینا "هغه کسان چې ملاتړ نه لري او سیاسي زور نه لري نو د هغسې کسانو پر وړاندې نمایشي مبارزه کیږي تر څو دا وښودل شي چې حکومت غواړي یو څه ترسره کړي ".

د افغانستان د شفافیت د ادارې اجرائیوي رئیس وايي چې په امنیتي سکټور کې د فساد سره د مبارزې لپاره د اعتماد وړ او خپلواکو بنسټونو ته اړتیا ده "باید داسې بنسټونه ولرو چې هغه د اعتماد وړ وي او خپلواک وي او د هغې په چارو کې سیاسي مداخله نه وي، بلکه ورڅخه سیاسي ملاتړ وجود ولري ترڅو هغوی په خپلواک ډول باندې په غیر سیاسي ډول باندې په دې وتوانیږي چې مفسدین وپیژني او بیا هغوی د عدلي او قضایي تعقیب لاندې ونیسي".

د افغانستان حکومت وایي چې په ټولو حکومتي ادارو کې او په ځانګړي ډول په امنیتي سکټور کې د فساد له منځه وړلو لپاره هم یو لړ کوټلې ګامونه اخیستي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په تیرو شپږو میاشتو کې یې د دغه وزارت تر ۱۳۹۴ تنو پورې منسوبین د اداري فساد په ګډون د بیلابیلو سرغړونو په تور له دندو ګوښه کړي او خپلو کورونو ته استولي دي.

د دفاع وزارت د کشف او ستراتیژیک استخباراتو مرستیال جنرال هلال‌الدین هلال وایي چې په دغه وزارت کې د شفافیت د رامنځ ته کولو په موخه ۹۴۶ افسران، ۲۳۰ محاسبین او متمدین او ۲۰۹ تنه هغه کسان چې د دغه وزارت د قراردادونو په برخه کې یې کار کوه د دفاع وزارت نورو څانګو ته بدل شوي دي.

جنرال هلال وویل چې همدا اونۍ یې د ۲۱۵ میوند د قول اردو قوماندان جنرال محمد معین فقیري د فساد په تور عدلي او قضایي ادارو ته سپارلی دی.

جنرال هلال وویل "د نورو مختلفو جرمونو ۵۷۸ دوسیې چې په کې فریبکاري، اختلاس، له وسلو او اعاشې څخه غلا او د پرسونل له معاش څخه ناوړه ګټه اخیستنه شوې، د افسرانو، سرتیرو او بریدملانو په ګډون ۱۱۰۷ تنه په کې شامل دي. دوی د دفاع وزارت په حقوقي څانګو کې تر څیړنو لاندې دي."

د افغانستان د لویې څارنوالۍ او د جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز ویاند جمشید رسولي هم امریکا غږ ته وویل چې په علني ډول د لوړپوړو فاسدو مامورینو محاکمه کول په ښه ډول د فساد پر وړاندې د افغان حکومت اراده څرګندولی شي.

ښاغلي رسولي د هرات ولایت د ولایتي شورا د رئیس د کامران علیزي د علني محاکمې په اړه چې ښاغلی علیزی په کې حاضر نه وو وویل، هغه څه چې دغه مرکز پورې یې اړه لرله یې ترسره کړي دي.

په افغانستان کې له اداري فساد سره جدي مبارزه د نړیوالې ټولنې سره د ملي یووالي د حکومت یو له مهمو ژمنو څخه ده، چې د لندن، توکیو او بروسل په کنفرانسونو کې د نړیوالې ټولنې له استازوه سره کړې ده.

تیرکال د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د افغان حکومت د هڅو له امله د شفافیت د نړیوالې ادارې په شاخص کې د افغانستان نوم له ډيرو فاسدو دریو هیوادونو له ډلې څخه اتم ځای ته راښکته شو، خو د شفافیت د څار ادارې وايي، چې لا هم د دغه هیواد نوم د لیست په سر کې ځای لري.