آصف مهمند: د عطانور د وسله والو لخوا کلابند یم

د بلخ چارواکي ښاغلی مهمند په فساد تورن کړی دی

د بلخ د ولایتي‌ شورا غړی محمد آصف مهمند وايي د دغه ولایت په هوايي ډګر کې ایسار شوی دی.‌ ښاغلي‌ مهمند امریکاغږ ته وویل چې د بلخ د والي عطامحمد نور وسله والو کسانو هوايي ډګر محاصر کړی دی.

بل لور ته د بلخ د والي‌ ویاند بیا امریکاغږ ته وویل چې ښاغلی محمد د کورنیو چارو وزارت په امر او د اداري فساد په تور، نیول شوی دی.‌

د بلخ د والي ویاند منیر احمد فرهاد دا هم وویل چې د هوايي ډګر چاپیره وسله وال "د حزب اسلامي د قومندان جمعه خان همدرد د زوی ګل رحمن همدرد کسان" وو.

د ښاغلي عطا محمد نور ځینو پلویانو او خبریالانو په ټولنیزو رسنیو کې د ښاغلي مهمند د نیولو په اړه د "کورنیو چارو د وزارت او لویې څارنوالۍ حکمونه" خپاره کړي دي.

په هغې فیسبوک پاڼې کې چې ښاغلي مهمند ته منسوب کیږي، لیکل شوي چې "زور ته نه تسلیمیږو".

ښاغلي مهمند له ځینو رسنیو سره په خبرو کې د بلخ په والي عطا محمد نور انتقادونه کړي وو، هغه یې "زورواک او مستبد" بللی و.

د بلخ د والي ویاند وویل چې پولیسو د بلخ د ولایتي شورا دغه وکیل د فساد په تور ونیوه او ټاکل شوې چې د سه شنبې په ورځ عدلي او قضايي څانګوته وپېژندل شي.