افغانستان په ۱۱ کلونو کې ۴۱ میلیارده زړې افغانۍ سوځولي

د افغانستان بانک نن ۳۶۰ میلیونه زړې او له چلنده لویدلې افغانۍ وسوځولې

د افغانستان بانک چارواکي وایي، په تیرو یوولسو کلونو کې دغه بانک ۴۱ میلیارده زړې افغانۍ، چې نږدې ۷۰۰ میلیونه ډالره کیږي، د ناوړه استعمال له امله سوځولې دي.

د افغانستان بانک دویم مرستیال قسیم رحیمي نند کابل په ده سبر کې د ۳۶۰ میلیونه زړو افغانیو د سوځولو پر مهال، د خلکو له خوا د پیسو پر استعمال نیوکه وکړه او ویې ویل، چې په افغانستان کې له پیسو څخه سمه ساتنه نه کیږي.

ښاغلي رحیمي وویل، سره له دې چې افغاني بانکنوټونه په لوړ کیفیت چاپ شوي دي، خو په ورځنیو چارو کې له دغو پیسو څخه د خلکو د ناسمې ساتنې او ناوړه استعمال له امله ژر زړیږي.

هغه وویل "زموږ د پیسو چاپ د نړۍ په یو معتبره شرکت کې تر سره کیږي، چې آن د یوریو پیسې هم هلته چاپیږي، زموږ بانکنوټونه له ډیر لوړ کیفیت څخه برخمن دی، خو زموږ له پیسو څخه د ګټې اخیستنې فرهنګ ښه ندی."

ښاغلي رحیمي زیاته کړه، د هر افغاني بانکنوت په چاپولو باندې درې افغانۍ لګښت راځي او د دغو پیسود ناوړه استعمال له امله افغانستان ته زیات زیان رسیږي.

د افغانستان بانک د چارواکو پر وینا، له چلند څخه لویدلې او زړۍ افغانۍ د تجارتي بانکونو او په ولایتونو کې د دغو بانکونو له څانګو څخه راټولیږي او د هیاتانو له تائید وروسته سوځول کیږي.

د افغانستان بانک د هر افغاني بانکنوټ د چلند موده پنځه کاله اټکل کړی، خو د دغه بانک مسولین مني، چې په مارکیټ کې د یولسو کلونو بانکنوټونه هم شته، چې د چلند وړ دي.

د دغه بانک چارواکو د یو ګډ حکومتي هیات په حضور کې د دوشنبې په ورځ ۳۶۰ میلیونه زړې او له کاره لویدلې افغانۍ، چې په کې د لسګون، شلګون، پنځوسي او سلګون بانکنوټونه شال وو، وسوزولې.

د افغانستان بانک د شمیرو له مخې اوسمهال د دغه هیواد په مارکیټونو کې ۲۰۹ میلیارده افغانۍ په دوران کې دي او ۱۹ میلیارده د دولت په خزانې کې ساتل کیږي.