د ګلبدین نائب په کپتانۍ افغانستان خپله لومړنۍ نړیواله لوبه وګټله

افغانستان د سکاټلنډ نه دویمه نړیواله لوبه د دوه منډو په توپیر وګټله. سکاټلنډ افغانستان ته په پنځوسو اورونو کې د ۳۲۶ منډو هدف ټاکلی و او افغانستان په ۴۴.۵ اورونو کې ۲۶۹ منډې وکړلې او یوازې درې لوبغاړي یې سوځیدلي و.

افغانستان د الوبه د ډکورت لویس په سیسټم په دوه منډو وګټله. دا سیستم هغه وخت استعمالیږي کله چې لوبه د باران یا بل کوم دلیل په خاطر کمه شي. د افغانستان لپاره په توپ وهنې کې تر ټولو زیاتې مڼدې رحمت شاه وکړلې او د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

هغه په ۱۱۵ توپونو ۱۱۳ منډې وکړلې. حشمت الله شاهدي ۵۹ او محمد شهزاد ۵۵ منډې وکړلې. همدرانګه پخواني کپتان اصغر افغان ۲۲ منډې وکړلې. شاهدي او افغان ناسوځیدلي پاتې شول.

په توپ اچونې کې کپتان ګلبدین نائب درې، حمید حسن او آفتاب عالم دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان او سکاټلنډ تر منځ لومړنۍ لوبه د باران په خاطر پرته له کومې نتیجې لغوه شوه. افغانستان د دې لوبې نه وروسته د همدې میاشتې په نولسمه او یوویشتمه د آیرلنډ سره دوه یو ورځنۍ نړیوالې لوبې لري.

افغانستان دا لوبې د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام د سیالیو لپاره د چمتوالي په خاطر کوي. نړیوال جام د همدې روانې میاشتې په دیرشمې په انګلستان کې پیل کیږي.