کرکټ: افغانستان سري لانکا ته ماتې ورکړه

د افغانستان پرانیستونکي توپ وهونکي رحمان الله ګربز ترټولو زیاتې ۷۰ منډې وکړې او ددې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.

افغانستان د چهارشنبې په ورځ فبروري ۲۱ (کب ۲) سري لانکا ته د کرکټ په ۲۰ اوریزه لوبه کې د درې منډو په توپیر ماتې ورکړه

د سري لانکا په ډمبولا کې نن افغانستان پچه وګټله او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو یې کوربه لوبډلې ته په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې د ۲۱۰ منډو هدف وټاکه.

سري لانکا په ځواب کې په ۲۰ اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۶منډې وکړې او لوبه د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده.

د سري لانکا توپ وهونکی پاتم نیسانکا په یوازې ۳۰ توپونو د ۶۰ منډو کولو وروسته، په پښه کې د درد له امله له میدان څخه ووت. د سري لانکا بل توپ وهونکي کمیندو منډیس ۶۵ منډې وکړې.

د افغانستان توپ اچونکي محمد نبي د سري لانکا دوه لوبغاړي وسوځول. فرید احمد، نور احمد او قیس احمد هم یو-یو ویکټ واخیسته.

د افغانستان د توپ وهنې په برخه کې، پرانیستونکي توپ وهونکي رحمان الله ګربز ترټولو زیاتې ۷۰ منډې وکړې او ددې لوبې ترټولو غوره لوبغاړی ونومول شو.

د ګربز سره بل پرانیستونکي توپ وهونکي حضرت الله ځاځي ۴۵ منډې وکړې، او عظمت الله عمرزی د ۳۱ منډو کولو وروسته وسوځېد.

د سري لانکا دپاره متیشا پتیرانا او اکیلا دننجایا دوه دوه او ونیندو هسرنګا یو لوبغاړی وسوځاوه.

دا د افغانستان او سري لانکا تر منځ د درې ۲۰ اوریزو لوبو د لړۍ وروستۍ لوبه وه او ورسره سري لانکا ته د افغانستان د لوبډلې سفر هم پای ته ورسید.

ددغې لړۍ لومړنۍ دوه لوبې سري لانکا ګټلې وې. د دواړو خواوو ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ ۳-۰ او یوه ټیسټ لوبه د سري لانکا په ګټه پای ته رسېدلې وې.