افغانستان د یو ورځنیو لوبې لړۍ په بري پیل کړله

افغانستان د پنځو یو ورځنو لوبو لومړنۍ لوبه د زمبابوې نه وګټله.

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې د زمبابوې لوبډلې ته په لومړنۍ یو ورځنۍ لوبې کې ماتې ورکړله او پدې سره یې د پنځو یو ورځنیو یا پنځوس اوریزو لوبو لړۍ په بري پیل کړه.

لوبه عربي متحده اماراتو د شارجې په نړیوال لوبغالې کې وه.

په ننۍ لوبې کې افغانستان د پچې تر ګټلو وروسته د زمبابوې لوبډلې ته د ۳۳۴ منډو هدف ورکړ چې زمبابوې ونشو کړی پوره یې کړي.

د زمبابوې ټوله لوبډله د لوبې په پنځه دیرشم اور کې د ۱۷۹ منډو کولو نه وروسته وسوځیده. افغانستان دا لوبه د ۱۵۴ منډو په توپیر وګټله.

د افغانستان لپاره د توپ وهنې په برخې کې تر ټولو زیاتې مڼدې رحمت شاه زرمتي وکړلې. هغه ۱۱۴ منډې وکړلې او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

نجیب الله ځدران په ننۍ لوبې کې ۸۱ او احسان الله جنت ۵۴ منډې وکړلې. د توپ اچونې په برخې کې بیا راشد خان څلور او مجیب ځدران د زمبابوې دوه لوبغاړي وسوځول.

افغانستان د دې لوبې نه وړاندې د زمبابوې نه د شلو شلو اورونو د لوبو لړۍ هم ګټلې وه. د افغانستان او زمبابوې د لوبډلو تر منځ د روانو سیالیو دویمه لوبه د راتلونکې یکشنبې په ورځ (فبروري ۱۱مه) په همدې لوبغالي کې کیږي.