افغانستان د زمبابوې نه دریمه لوبه وګټله

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې د روانو پنځو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په دریمه لوبه کې زمبابوې ته ماتې ورکړله.

د زمبابوې لوبډلې افغانستان ته د ۱۵۵ منډو هدف ورکړی و چې افغان لوبډلې ورته د لوبې په اته ویشتم اور کې یوازې د څلور لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ.

د افغانستان لپاره په توپ اچونې کې تر ټولو غوره لوبه راشد خان وکړله. راشد خان په ۸.۲ اورونو کې د زمبابوې پنځه لوبغاړي وسوځول او یوازې ۲۵ منډې یې ورکړلې. مجیب ځدران د زمبابوې درې لوبغاړي وسوځول.

په توپ وهنه کې بیا د ټولو نه زیاتې منډې رحمت شاه زرمتي وکړلې. هغه ۵۶ منډې وکړلې. رحمت شاه زرمتي د روانو سیالیو په لومړنۍ لوبې کې ۱۱۴ او په دویمې کې ۴۳ منډې وکړلې. د افغانستان بل لوبغاړي ناصر جمال هم نن ښه لوبه وکړله او ۵۱ منډې یې وکړلې.

د دې لوبې په ګټلو سره د افغانستان لوبډله د پاتې دوه لوبو یوه باید وګټي چې د پنځو یو ورځنیو لړۍ جام هم خپل کړي. افغانستان دوه ځلې د زمبابوې سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ یا سیریز کړی چې دواړه یې افغانستان ګټلي دي.

د افغانستان او زمبابوې څلورمه لوبه د همدې میاشتې په ۱۶مې د جمعې په ورځ ده.