ګډه کمېټه د مامورینو د معاشاتو لوړېدو په اړه څېړنه کوي ـ مالیې وزارت

مسجدي وايي چې یادې ګډې کمېټې خپل کارونه پيل کړي دي.

د افغانستان د مالیې وزارت وايي یوې ګډې تخنیکي کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د دولتي مامورینو د معاشونو لوړولو په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي.

د مالیې وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي نن سې شنبه جنورۍ ۱۹ (مرغومې ۳۰) ویلي چې افغان کابینه به د یادې کمېټې تر څېړنو وروسته په دې اړه پرېکړه وکړي.

نوموړي زیاتې کړې چې د کابینې تر پرېکړې وروسته به د مالي امکاناتو په نظر کې نیولو سره د مامورینو د معاشونو د زیاتولو مسئله رامنځته کیږي.

ښاغلی مسجدي وايي: "د افغانستان د حکومت د رهبرۍ د هدایت په اساس د مالیې وزارت په ګډون یوې ګډې کمېټې ته وظیفه ورکړل شوې ده، تر څو د مامورینو په معاش کې د مثبت بدلون یا زیاتوالي په اړه خپله تخنیکي، مالي او هر اړخیزه څېړنه وکړي او خپل وړاندیزونه د افغانستان کابینې ته وړاندي کړي، تر هغه وروسته به پر دغه وړاندیزونو او طرحو باندې د افغانستان کابینه پرېکړه کوي، کله چې دغه پرېکړه وشي د مالي امکاناتو په نظر کې نیولو سره به د پرېکړو په اساس د مامورینو په معاش کې د زیاتوالي یا مثبت تغیر مسله رامنځته شي."

د افغانستان مالیې وزارت پر داسې مهال د دغه ګډې کمېټې د رامنځته کېدو خبر ورکوي چې د افغانستان ولسي جرګې د ښوونکو او ټیټ رتبه مامورینو د معاشونو لوړېدو باندې ټینګار کړی دی.

ولسي جرګې تر دا مهاله د نوي مالي کال بودیجه طرحه هم د دې او ځینو نورو لاملونو له امله دوه ځله د رایو په اکثریت سره رد کړه.