محمد نبي: کوښښ کوو تیرې غلطۍ تکرار نکړو

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د شلو شلو اورونو د لوبو کپتان محمد نبي د د سري لانکا سره د آسیا جام په لومړنۍ لوبې کې د مخامخ کیدو څخه وړاندې ویلي چې ځینې یې داسې لوبې یې بایللې چې د ګټې تله د افغانستان لور ته درنه وه او زیاتوي چې کوښښ کوي پخواني اشتباهات تکرار نکړي.

ښاغلی نبي په خبري کنفرانس کې وویل، " د آسیا جام لپاره یوه اوونۍ مخکې راغلو چې د موسم سره بلد شو او دا ځل به ښې لوبې وکړو او کوښښ به وکړو چې سوپر فور (د څلورو غوره لوبډلو مرحلې) ته ولاړ شو".

ښاغلي نبي پدې ټینګار وکړ چې په لوبډلې کې یوازې د راشد په شان څو مشهور لوبغاړي ندي بلکې زیاته یې کړه چې داسې لوبډله ده چې له هر پلوه چمتو ده.

افغانستان د آسیا جام د سیالیو څخه وړاندې د آیرلنډ او زمبابوې سره د شلو شلو اورونو د لوبو لړۍ وکړلې. سره لدې چې د زمبابوې څخه یې د یو ورځنیو او شلو شلو شلو اورونو ټولې لوبې وګټلې خو د آیرلنډ سره په لوبو کې یې د پنځو څخه یوازې ۲ وګټلې او لړۍ هم آیرلنډ وګټله.

کپتان محمد نبي وویل چې د لوبډلې څخه یې هیله دا ده چې په پرله پسې توګه ښې لوبې وکړي.

د آسیا جام لومړنۍ لوبه نن شنبه اګست ۲۷ (وږي۵) د افغانستان او سریلانکا د لوبډلو تر منځ کیږي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان تر څنګ د هند، پاکستان، سري لانکا، بنګله دېش او هانک کانګ لوبډلې دي. هانک کانګ د اسیا د دویمې درجې له یو شمېر نورو هېوادونو سره تر سیالیو وروسته اسیا کپ ته لاره وموندله.

ټولې لوبډلې په دوو ګروپونو الف او بي باندې وېشل شوي دي.‌ افغانستان په بي ګروپ کې دی چې له سري لانکا او بنګله دېش سره به مخامخېږي. د اسیا کپ په تېرو سیالیو کې افغانستان دغو دواړو لوبډلو ته ماتې ورکړې دي.