افغانستان نن له مخدره موادو سره د مبارزې اونۍ لمانځي

افغانستان کې تیر کال په لوړه کچه کوکنار کرل شوي وو.

افغان حکومت او له مخدره موادو او جرمنو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې اداره (UNODC) د یکشنبې په ورځ (د جون ۹مه) په افغانستان کې له مخدراتو سره د مبارزې اونۍ لمانځي.

ټاکل شوې چې دا اونۍ هره ورځ په ټولو ولایتونو کې د غونډو، سپورټي سیالیو، پر واټونو او رسنیو کې د تبلیغاتو، پر دیوالونو د انځورګرۍ او بیلبورډونو لګولو له لارې ولمانځل شي.

نن به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د د دولتي چارواکو په ګډون د غونډو په جوړولو سره دغه اونیز کمپاین پیل شي. د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني به د همدغو غونډو په لړ کې نن په کابل کې یوې غونډې ته وینا وکړي.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت ویاند حنیف دانشیار امریکا غږ ته وویل، چې په دې کمپاین کې به له مخدره موادو سره په مبارزه کې د ښځو، دیني عالمانو او مدني ټولنې پر ګډون ټینګار وشي.

هغه وویل "پر دې سربیره موږ په مرکز او ولایتونو کې د موټرو په مټ خیاباني کمپاینونه لرو، چې تبلیغاتي مواد به ورپورې تړلي وي او دوه مبلغین لرو، چې د لوډسپیکرو له لارې په کوڅو او واټونو کې به تبلیغ وکړي. په همدې حال کې له یوې اونۍ راهیسې د څلوردیرشو ولایتونو په کچه زموږ بیلبوردونه لګول شوي دي او دغه راز په څلور دیرشو ولایتونو کې د تلویزیونونو او راډیوګانو له لارې زموږ لنډ تبلیغاتي اعلانونه له څو ورځو راهیسې پیل شوي دي."

حنیف دانشیار زیاته کړه، چې په دې اونۍ کې به د ټولنیزو رسنیو له لارې هم د مخدره موادو د جدي زیانونو په اړه د افغانستان خلکو ته معلومات او عامه پوهاوی ورکړل شي.

په همدې حال کې له مخدره موادو او جرمنو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې اداره (UNODC) وايي، چې د دغې اونۍ په ترڅ کې به له مختلفو لارو چارو د افغانستان خلکو ته د مخدره موادو د زیانونو په اړه پوهاوی او تبلیغات وشي.

د دغې ادارې د افغانستان د څانګې د اړیکو د برخې مسول حُسین علي هزاره امریکا غږ ته وویل "د غونډو سربیره یو بل مهم پروګرام د نجونو د بایسکل ځغلولو مسابقه ده، چې په دغې اونۍ کې به د کابل، بلخ، هرات او بامیان ولایتونو د انجونو د بایسکل ځغلولو ټیمونه د کابل او بامیان ولایتونو ترمنځ واټن د بایسکل پر مټ ووهي."

حُسین علي هزاره زیاته کړه، چې دغه بایسکل ځغلوونکې انجونې به د 'راځئ چې افغانستان له مخدراتو څخه وژغورو' پیغام له ځان سره ولیږدوي.

افغانستان په داسې حال کې غواړي، چې له مخدره موادو سره د مبارزې د حرکت اونۍ په نوم ولمانځي، چې د اوړم کال په پرتله تیر کال په دغه هیواد کې د کوکنارو په کښت کې لس فیصده او د اپینو د تولید په کچه کې ۴۳ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان پر ۲۰۱زره هکتاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو، چې له دغو کوکنارو څخه ۴۷۰۰ ټُنه اپین ترلاسه شول.

دا په افغانستان کې د مخدره موادو د کر او تولید تر ټولو لوړه شمیره ښيي.

افغانستان اندیښنه لري، چې روان کال کې به د ناامنیو له امله، د مخدراتو د کر او تولید کچه لاپسې لوړه شي.