د افغانستان، پاکستان او چین استازي په بیجنګ کې غونډه کوي

افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني به په دې غونډه کې ګډون وکړي.

دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران به ددې اوونۍ د سې شنبې په ورځ سره د چین په پلازمینې بیجینګ کې د سولې او پاکستان او افغانستان ترمنځ د باور د فضا د پیاوړي کیدو په ګډون په یو لړ مسلو خبرې وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات ویاند احمد شکیب مستغني امریکا غږ ته وویل چې په پام کې ده، د ډیسمبر په شپږ ویشتمه دا ناسته په بیجینګ کې د درې واړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو ترمنځ دایره شي.

ښاغلي مستغني زیاته کړه چې پدې ناسته کې به د چین، پاکستان او افغانستان د سیاسي باور په پياوړتیا، په سیمه ایزې همکارۍ او همپالنې، د سیمې په نښلولو، په امنیتي برخو کې په همکارۍ، له ترهګرۍ سره په مبارزې او د افغانستان د دولت د سولې په هڅو خبرې اترې وشي.

احمد شکیب مستغني وویل "د افغانستان د اسلامي جمهوریت، د چین د خلکو د جمهوریت او د پاکستان د اسلامي جمهوریت ترمنځ دا ډیالوګ د چین د خلکو د جمهوریت په کوربه توب او نوښت دایریږي".

د بهرنیو چارو وزارت دغه ویاند وویل چې دا د درې اړخیزو خبرو لومړنۍ ناسته ده چې د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه دایریږي او په راتلونکي کې به هم دوام وکړي.

د هغه په ويناء ددې ناستې بله یوه به د ۲۰۱۸ کال په لومړنیو درېیو میاشتو کې دایره شي.

تر دې وړاندې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هوا چونینګ د تېرې پنجشنبې په ورځ ویلي وو، چې د هیواد پلازمینه به یې د درې واړو هیوادونو ترمنځ په امنیتي مسائلو، سیمیزې نښلولتیا او له ترهګرۍ سره د مبارزې په سر د خبرو کوربه وي.

میرمن چونینګ ویلي وو، چې تمه لري دا ناسته به د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې سره ښې کړي.

اسلام اباد ته د افغان پارلمان د پلاوي تګ

بل لورته نن د افغانستان د ولسي جرګې د مشر عبدالروف ابراهیمي په مشرۍ یو نهه کسیز پلاوی د پاکستان پلازمینې اسلام اباد ته تللی دی او ددغه هیواد د پارلمان د غړو او مشر د کتو ترڅنګ به له ګڼو نورو پاکستاني چارواکو سره هم وګوري.

دا افغانستان د پارلمان دا پلاوی پداسې حال کې اسلام اباد ته سفر کوي، چې تر دې وړاندې د پاکستان د پارلمان یو پلاوی هم کابل ته راغلی وو.

د افغانستان د پارلمان د پلاوي تګ پخوا پلان شوی وو، خو په کابل کې د مۍ د میاشتې په ۳۱ په کابل ښار کې د موټر بم لوی چاودنې له امله تراوسه ځنډیدلی وو.