افغانستان له چین نه ترانسپورتي الوتکې غواړي

اعلامیه وايي چې د چین لوی درستیز ژمنه وکړه چې هېواد به یې د افغانستان د نظامي همکاریو په غوښتنو او وړاندیزونو باندې غور وکړي.

د افغانستان د ملي امنیت مشاور محمد حنیف اتمر د چین له لوی درستیز، جنرال فان فین هوی، څخه وغوښتل چې افغانستان ته یو شمېر څرخي الوتکې ورکړي او د رادار ګرځنده سیسټم په جوړولو کې هم له کابل سره مرسته وکړي.

د ملي امنیت د شورا په اعلامیې کې راغلي "د ملي امنیت سلاکار د چین د وسلوال پوځ له لوی درستیز نه غوښتنه وکړه، چې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکو سره دې د ترانسپورتي او لوژستیکي چورلکو، ګرځنده رادار سیستم، ګرځنده روغتیایي کلینیکونو او د ملي اردو د یونیفورم د تنظیم په برخو کې مرسته وکړي."

معلومه نه ده چې ښاغلي اتمر په مشخص ډول څومره څرخي الوتکې غوښتي خو، اعلامیه وايي چې د چین لوی درستیز ژمنه وکړه چې هېواد به یې د افغانستان د نظامي همکاریو په غوښتنو او وړاندیزونو باندې غور وکړي.

اعلامیه وايي ښاغلي اتمر د چین د هغه وړاندیز هرکلی وکړ چې د افغانستان، چین، تاجکستان او پاکستان د پوځونو ترمنځ دې د سیمې د امنیت او ترهګرۍ د ځپلو د همغږۍ یو میکانیزم جوړ شي، خو په دې اړه یې جزییات ورکړل شوي نه دي.

جنرال فان فین هوی، همدغه راز له ولسمشر محمد اشرف غني سره هم لیدلي او دسولې د روان بهیر او وروستیو پرمختګونه په اړه یې خبرې کړي دي.

چین له طالبانو سره د سولې د څلور اړخیزو مذاکراتو مهم اړخ دی.

چین چې په سیمې او نړۍ کې یو زبر ځواک هېواد بلل کیږي، د افغانستان سره لسګونه کېلو مېتره ګډه پوله لري او له تېرې شاوخوا یوې لسیزې راهیسې یې له کابل سره په بېلابېلو برخو کې میلیونونه ډالره مرسته کړې ده.

همدغه راز د چین لوید درستیز ژمنه وکړه چې هېواد به یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د روزولو او تجهیز لپاره ۳۰۰ میلیونه چینايي یوان مرسته وکړي.