کروناویروس؛ ملکي هوايي چلند ادارې ۴۰ میلیون ډالر تاوان کړی

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې روان زېږدیز کال کې یې د کرونا ویروس د خورېدو او په هوايي چلند د بندیزونو له کبله ۴۰ میلیونه ډالر تاوان کړی دی.

د دغې ادارې مشر وايي چې په دغو زیانونو کې د افغانستان دوو هوايي کام ایر او اریانا افغان هوايي شرکتونو نژدې ۳ میلیون ډالر تاوان کړی دی.

قاسم وفايي زاده نن شنبه اګست۱۵مه (زمری ۲۵)په یوې خبري ناستې کې وویل:"د هغه مالي هدف په پرتله چې موږ ته د عوایدو په برخې کې ټاکل شوی و د کرونا ویروس د خورېدو له امله مو ۴۰ میلیونه ډالر په عوایدو کې لږوالی راغلی دی."

خو نوموړي زیاته کړه چې په هیواد کې د کرونا ویروس خپرېدو له امله د لګېدلي قرنطین په جریان کې د محدودیتونو سره سره، شاوخوا ۲۲۲ کورنۍ الوتنې تر سره شوي او څه باندې ۴۴ زره مسافر له یوه ولایت څخه بل ولایت ته لېږدول شوي دي.

هغه زیاته کړه:"د لګول شوي قرنطین پر مهال، د ۴۱۲ بهرنیو الوتنو په ترڅ کې څه باندې ۷۵ زره افغانان د سیمې له هېوادونو څخه، افغانستان ته لېږدول شوي دي."

ښاغلي وفایی زاده وویل چې یو کال مخکې کله چې د هند او پاکستان تر منځ د سیاسي جنجالونو له کبله د پاکستان فضا د افغانستان پر مخ وتړل شوه دغې ادارې ۳۰ میلیونه ډالر تاوان کړی و.

د ملکي هوايي چلند ادارې مشر وايي نړیوال هوايي چلند د کرونا ویروس د خورېدو له امله خورا زیانمن شوی دی.

د هغه په وینا د نړیوالو څېړونو پر بنسټ په ۲۰۲۰ کال کې ټولې نړۍ کې د هوایي چلند کاروبار لږ تر لږه ۲۰۰ میلیارډه ډالر تاوان کړی دی.

په افغانستان کې د کرونا ویروس تر خپرېدو وروسته دغه هیواد کې کورنۍ او بهرنۍ الوتنې ټکنۍ شوې وروسته د څه مودې لپاره په ټپه ودرېدلې.

ترکش ایرلاین او د متحد عربي اماراتو شرکتونو څه موده مخکې افغانستان ته د خپلو پروازونو پيلولو خبر ورکړ، خو ترکش ایرلاین بېرته خپل پروازونه وځنډول.

د راپورونو له مخې ټاکل شوې روانه اونۍ د افغانستان او پاکستان ترمنځ هم هوايي پروازونه بیرته له سره پیل شي.