په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر یوناما وايي چې په ننګرهار او هلمند کې په هوايي بریدونو کې د ملکی تلفاتو د راپورونو په اړه حقیقت موندنه کوي.
یوناما په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي دي چې د دوی د بشري حقونو څانګه : د امریکا او حکومتي پلوو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د ملکي تلفاتو په اړه د یو شمېر دقیقو راپورونو په اړه حقیقت موندنه کوي.
UNAMA Human Rights is conducting fact-finding in to multiple & credible reports of heavy civilian casualties from airstrikes by US in #Nangarhar on 19 Sept & Pro-Govt forces Monday in #Helmand. UN urges parties to investigate & publish findings. #Afghanistan pic.twitter.com/a6BLOjKefJ
— UNAMA News (@UNAMAnews) September 23, 2019
ملګرو ملتونو له ښکېلو غاړو غوښتي چې په دې اړه پلټنه وکړي او خپلې موندنې دې اعلان کړي.
په همدې حال کې ارګ هم د هلمند ولایتي چارواکو ته دنده سپارلې ده چې د موسا کلا ولسوالۍ د برید په اړه پلټنه وکړي. افغان چارواکې وايي په دغه هوايي برید کې چې وسله وال طالبان په نښه شوي، ملکیانو ته هم زیان رسېدلی دی. ځايي خلک وايي برید په یو واده شوی چې ښځې او ماشومان هم وژل شوي دي.
له پېښې وروسته ځايي خلکو مظاهرې هم وکړې.
تر دې مخکې د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې په یو برید کې یو شمېر ملکيان ووژل شول چې د خلکو غوصه یې پارولې ده.