افغانستان د فلسطین پر خاوره د اسرائیلو بریدونه غندلي دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د خپل فلسطیني سیال ریاض‌المالکي سره په یوه تیلیفوني اړیکه کې د فلسطین پر خاوره د تاوتریخوالي د زیاتېدو او هم د اسرائیلو له خوا بریدونه، چې ښاغلي اتمر تجاوز ګڼلی غندلي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا نن د مۍ ۱۵ ( غوايي ۲۵) په یوه خپره شوې اعلامیه کې د ښاغلی اتمر له قوله ویلي چې د فلسطین پر خاوره د اسرائیلو بریدونه اسلامي هېوادونو ته د منلو نه دي او په سیمه کې روان تاوتریخوالی باید ژر پای ته ورسیږي.

په اعلامیه کې ویل شوي " د بهرنیو چارو وزیر د فلسطین د کړیدلي ولس سره د افغانستان د خلکو پیوستون اعلان کړی او زیاته کړې یې ده، چې افغانستان د یو خپلواک فلسطیني دولت څخه، چې سرحد یې د ملګروملتونو د امنیت شورا ۱۹۶۷ میلادي کال د پریکړه لیک پر اساس ټاکل شوی ملاتړ کوي."

په دغه تیلیفوني اړیکه کې د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاض‌المالکي د اسلامي هېوادونو له خوا د فلسطینیانو له مشروع حق څخه ملاتړ مهم ګڼلی دی.

د اسرائیلي عسکرو او د فلسطینیانو ترمنځ تازه تاوتریخوالي شپږ ورځې وړاندې د مسجدالاقصی په جومات کې پیل شو چې په ترڅ کې څه باندې ۱۰۰ فلسطینان او شاوخوا اوه اسرائیلیان وژل شوي‌دي او دواړو غاړو کې ډېر نور ژوبل دي.

د دغې پېښې وروسته د حماس اسلامي ډلې د اسرائیلو پر خاوره د توغندیو بریدونه وکړل، چې بیا اسرائیلو وویل د غزې په تړانګه باندې یې هوايي او ځمکني بریدونه کړي.