افغانستان پاکستان ته د امریکا د مرستو د بندولو هرکلی وکړ

د امریکا دفاع وزارت هرکال پاکستان ته د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې پوځي مرستې برابروي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د امریکا د دفاع وزارت له خوا پاکستان ته د درې سوو میلیونو امریکایي ډالرو د پوځي مرستو د بندیدلو د پریکړې په اړه ویلي، چې دا ډول اقدامات به پر پاکستان فشار راولي، تر څو د د غه وزارت د چارواکو پر وینا پاکستان د تروریزم څخه د ملاتړ څخه لاس واخلي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د یکشنبې په ورځ (وږي ۱۱مه) امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، چې پر پاکستان د پوخي مرستو بندیدل د جنوبي اسیا په اړه د امریکا د حکومت د پالیسۍ یوه برخه ده.

ښاغلي دانش وویل "باور لرو، چې لازم فشارونه کولی شي، پاکستان دې ته اړ باسي،چې د تروریستانو اصلي مرکزونه، په ځانګړي ډول هغه مدرسې، چې هلته د تروریزم د تولید په برخه کې فعالیت لري، وتړي".

د امریکا دفاع وزارت د تروریستي ډلو پر وړاندې د پاکستان له خوا په قاطع اقداماتوکې د اسلام اباد د پاتې راتللو له امله دغه هیواد ته د درې سوو میلیونو ډالرو پوځي مرستو د بندولو اعلان کړی دی.

پاکستان په خپله خاوره کې تروریستي ډلو سره د مرستې او ورته د ملاتړ د برابرولو په اړه دا ډول تورونه په کلکه رد کړي دي.

څو ورځې مخکې یو امریکایي مقام ویلي وو چې پاکستان سږکال د امریکا د متحده ایالاتو د پوځي زده کړو له نړیوال پروگرام نه ایستل شوی دی. ټاکل شوی وه چې سږکال د پاکستان د پوځ ٦٦ منصبداران د نظامي زده کړو لپاره د امریکا متحده ایالاتو ته راشي.

د رویترز اژانس د رپوټ له مخې پاکستان د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د جنگ په پوهنتون کې د پوځي زده کړو له پروگرامونو او همداشان د سایبري امنیت د مطالعاتو په څیر د معتبرو پوځي زده کړو له پروگرامونو نه هم حذف شوی دی.

د امریکا حکومت د ٢٠١٨ کال په جنورۍ کې پاکستان ته د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت خپلې امنیتي مرستې وځنډولې خو یواځې ۳۴۵ میلیون ډالریې هغه هیواد ته ورکړل چې ۱۳۴ میلیون ډالر یې د ترهگرۍ پر ضد مبارزې لپاره امنیتي مرستې وې او ۲۱۱ میلیون ډالر یې اقتصادي کمکونه وو.

اسلام اباد تراوسه د امریکا ددې نوي اقدام په اړه غبرګون نه دی ښودلی.