طالبان: هره اوونۍ تر ۴۰۰میلیون افغانیو پورې د سکرو ډبرو او نورو کانونو څخه ترلاسه کوو

په افغانستان کې د ډبرو سکرو یو کان

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند مفتي عصمت الله برهان وايي، چې اوس مهال د افغانستان د ډبرو د سکرو د ۱۷ کانونو څخه سکاره ایستل کیږي او بهر ته صادریږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي، چې دا وزات په هره اوونۍ کې د ۳۰۰ او ۴۰۰ میلیون افغانیو پورې عواید د ډبرو سکرو په ګډون د مختلفو کانونو د موادو د صادراتو څخه ترلاسه کوي چې ترلاسه شوي عواید د خلکو د خبرتیا لپاره د دغه وزارت په رسمي انټرنیټي پاڼه کې په منظم ډول خپریږي.

مفتي برهان د دوشنبې په ورځ جولای ۱۱ (چنګاښ ۲۱) امریکا غږ ته وویل چې د ډبرو سکاره په دغو ۱۷ کانونو کې د دوه ملیارده او ۳۵۰ میلیونه ټنو سکارو شتون اټکل شوی دی.

ښاغلي برهان وویل ددې ۱۷ نقطو تر څنګ ۶۳ نورې نقطې هم شته چې د حفاظت په پالیسۍ کې شاملې دي چې د راتلونکيو پلانونو په هدف ساتل کیږي. د هغه په وینا که له دغو ۱۷ نقطو څخه "فرضآ صادرات په همدې شکل چې روزانه ۱۰۰۰ ټنه وځي نو دا که چیرې تقسیم کړو همدا اولس نقطې پنځه نیم سوه کاله بعد وچیږي او که چیرې [تولید] ۲۰۰ زره ټنو ته ورسوو، نو ۲۷۵ کاله دوام کوي."

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان کې تر ۸۰ پورې د ډبرو سکرو سترې زیرمې شته دی، چې د دغه وزارت د پالیسۍ له مخې د دغو کانونو ۶۳ یې د حفاظت په پالیسۍ کې شاملې دي چې د راتلونکيو پلانونو په هدف ساتل کیږي. د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، چې دغه وازارت د هیڅ کوم کان د ایستلو تړون د هیڅ کوم بهرني هیواد سره نه دی لاسلیک کړی بلکې تړونونه د افغان پانګوالو او سوداګرو سره لاسلیک شوي چې بیا افغان سوداګر او پانګه وال چې یې هر هیواد ته صادروي پرې کوم بندیز نشته دی.

مفتي برهان وايي، چې د نړۍ د اقلیم د ګرمیدو مسلې ته په پاملرنې پرمختللي هیوادونه باید د ۲۰۶۰ کاله پورې د ډبرو سکرو څخه استفاده وکړي، چې په همدې خاطر دوی غواړي چې د دغه محدویت د وضع کیدلو وړاندې د ډبرو سکارو څخه کار واخلي.

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو پر اساس په هرې کوچنۍ لارۍ کې د شلو او ۲۵ ټنو پورې د ډبرو سکاره باریږي او لویو لاریو کې تر ۴۰ ټنو پورې د ډبرو سکرو د بارولو اجازه شته. خو د ګمرکونو ځینې مامورین شکایت کوي چې بهر ته د ډبرو د سکرو په لاریو کې د دغې اندازې څخه زیات سکاره باریږي چې د سړکونو د خرابیدو سبب هم ګرځي.

ښاغلی برهان وايي، چې د ډبرو سکرو د صادراتو د بهیر د پیل وروسته ډیرو هغه لاریو چې په افغانستان کې د اقتصادي بحران له امله د کار د نشتون له امله ولاړې وې بیرته فعالیت پیل کړی دی.

خو د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي د دغو لاریو د لارې په اوږدو کې د وزن د معلومولو لپاره تلې ایښودل شوي او د اړتیا پر مهال د لاریو بارونه په کې وزن کیږي. مفتي برهان وايي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت خپلې اندیښنې د فواید عامې وزارت شریکې کړي دي.

د امریکا د جیولوژی د ادارې د یو څو کالو وړاندې ترسره شوې سروې له مخې افغانستان د یو تریلیون ډالرو څخه زیاتې طبیعي زیرمنې لري.

په دې زیرمو کې مهمې یې وسپنه، طلا، مس، نیوبییم، کوبالت او لیتییم شامل دي. په افغانستان کې د اوږدو کلنو جګړو له امله تراوسه په منظم او عصري ډول د ډیرو کمو کانونو څخه منرالونه ایستل شوي دي او اکثره دا کانونه ناسپړلي پاتې دي.

طالبان دا خبره پداسې حال کې کوي چې په ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان څخه پاکستان ته د ډبرو سکرو پر صادراتو او سوداګرۍ باندې پراخې نیوکې شوي دي. افغانان پر طالبانو انتقاد کوي چې دوی د نړیوالو نرخونو په پرتله پر پاکستان باندې د ډبرو سکاره ارزانه پلوري. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف هم خوښي څرګنده کړې وه چې د افغانستان سره ددې تجارت څخه ښه ګټه ترلاسه کړي.