افغانستان کې د کروناویروس تر اوسه ۶۱۸ تنه مړه کړي دي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کروناویروس ۹۵۳ مشکوکې پېښې ارزول شوي چې له دې شمېرې ۳۲۴ یې مثبتې تشخیص شوي دي.

د دغه وزارت اداري او مالي مرستیال شفیق‌الله شهیم وویل چې د رسمي شمیرو په اساس اوسمهال په افغانستان کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر۲۹۴۸۱ تنو ته لوړ شوی دی.

د ښاغلي شهیم په وینا په افغانستان کې تر اوسه ۶۱۸ تنه د کروناویروس په وجه مړه شوي او ۹۲۶۰ نور بېرته روغ شوي دي.

دا په تیرو څو اونیو کې څلورمه ورځ ده چې په افغانستان کې د روغتیا وزارت لخوا د کرونا ویروس مثبتو پېښو کمېدو راپور ورکول کیږي.

د کروناویروس د لومړي ځل لپاره د تیر میلادي کال په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو او په چټکۍ سره د نړۍ ۱۸۸ هېوادونو ته ورسېد.

د امریکا د جانس هاپکنس پوهنتون د معلوماتو په اساس د سې شنبې تر ورځې جون ۲۳مه (چنګاښ درېیمه) په نړۍ کې څه باندې ۹.۱ میلیون تنه په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې نږدې ۴۷۳زره تنه مړه شوي.