د بریتانیا خبرداری: افغانستان ښایي کورنۍ جګړې کې ښکیل شي 

د بریتانیا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز نیک کارتر

د بریتانیا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز خبرداری ورکړ چې د افغانستان څخه د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته ددې امکان شته چې افغانستان په کورنۍ جګړه کې ښکیل شي.

د بریتانیا لوی درستیز نیک کارتر د افغانستان څخه د بریتانوي ځواکونو د زیاتې برخې د وتلو د اعلان وروسته وویل چې دا "امکان"لري چې ددې هیواد دولت به د بهرنیو ځواکونو د شتون پرته سقوط وکړي.

ښاغلي کارتر وویل، کیدای شي افغانستان د ۱۹۹۰لسیزې د کورنۍ جګړې په څیر شرایطو سره مخامخ شي "چیرته چې تاسې ښایي د جګړه مارانو کلتور ووینئ او ښایي وګوری چې یو شمیر مهم تاسیسات لکه امنیتي ځواکونه د قومیت یا د قومي تعلقاتوپر بنسټ وویشل شي."

د رویترز اژانس د رپوټ له مخې ښاغلي کارتر همداشان وویل چې: "کچیرې دا پیښ شي، زه اټکل کوم چې طالبان به د هیواد په یوې برخې کنترول ولري. خو البته چې هغوی به په ټول هیواد کنترول ونلري."

د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن د پنجشنبې په ورځ جولای اتمه (چنګاښ ۱۷) په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د کړنو او فعالیت په ستاینې سره او د افغانستان په وړاندې د "ګواښونو" د شتون په تائیدولو سره د هغه هیواد پارلمان ته په وینا کې وویل: "په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې ټول بریتانوي ځواکونه هیواد ته د راستنیدو په حال کې دي."

ښاغلي جانسن وویل: "د څرګندو دلیلونو په وجه زه د هغوی د راتګ پروګرام نه په ډاګه کوم، که څه هم چې کولای شم پارلمان ته ووایم چې زمونږ زیات پرسونل دمخه هغه ځای خوشې کړی دی."

برتانوي ځواکونه لومړی ځل په ۲۰۰۱کال کې په امریکا باندې د سپتمبر د ۱۱مې د بریدونو وروسته افغانستان ته واستول شول او تر ۲۰۱۴کال پورې یې په جنګي عملیاتو کې عمده رول درلود. په مجموعي توګه په افغانستان کې د دوو لسیزو شتون په ترڅ کې ۴۵۷بریتانوي سرتیري وژل شوي دي.

د بریتانیا صدراعظم وویل چې د بریتانیا دولت به افغانستان سره خپلو پرمختیایي کمکونو ته دوام ورکړي.

ښاغلي جانسن زیاته کړه: "هیله من یم چې هیڅوک داسې غلط استنباط ونه کړي چې ګواکې زمونږ د ځواکونو وتل په یو ډول د افغانستان سره د بریتانیا د ژمنې پای دی."

ښاغلي جانسن د بریتانیا پارلمان ته وویل چې بریتانیا په افغانستان کې په خپل رول ویاړي. هغه زیاته کړه چې په تیرو ۲۰کلونو کې د ښځو او زده کړو په برخه کې پرمختګونه شوي دي او د افغانستان څخه په لویدیځ باندې هیڅ ډول برید ندی شوی.

هغه وویل: "هیڅوک باید د تیرو شلو کلونو د لاسته راوړنو په اړه شک ونلري، خو همداشان نشو کولای چې د نن ورځې په سختو شرایطو سترګې پټې کړو. سمه ده چې طالبان په کلیوالو سیمو کې په چټکه پرمخ ځي، خو دا پدې معنی ندي چې ... په ټول افغانستان کې د هغوی بریالیتوب تضمین شوی دی."

د سپینې ماڼۍ او ناټو د پروګرام په اساس له افغانستان څخه د ۲۵۰۰څخه تر ۳۵۰۰امریکایي سرتیرو او ۷۰۰۰ناټو سرتیرو وتل د مۍ میاشتې په لومړۍ نیټه پیل او د سپتمبر په ۱۱پای ته رسیږي.

د امریکا د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍ هم ویلي دي چې د افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو بهیر یې ۹۰فیصده بشپړ کړی دی.