عامې روغتیا وزارت: دیرش په سلو کې دواګانې په قاچاقي لارو واردیږي

د عامې روغتیا وزارت وایي چې لا هم د افغانستان په بازارونو کې شاوخوا دیرش فیصده دواګانې په قاچاقي بڼه واردیږي.

په افغانستان کې سره له دې چې د روغتیا سکتور په وروستیو کلونو کې ډیره وده کړې ده، خو لا هم په دغه برخه کې ګڼ شمیر ستونزې موجودې دي.د درملو ټیټ کیفیت او محدود امکانات ډیری خلک دې ته اړه کړي، چې له افغانستان بهر درملنې ته ولاړ شي.

د کابل ښار اوسیدونکې پښتنې امریکاغږ ته وویل چې په افغانستان کې د دواګانو کیفیت ډیر ښه ندی او ډاکټران هم ناروغانو ته په پنډونو دواګانې ورکوي، چې د روغتیا پر ځای ډیری وخت د ناروغۍ د زیاتوالي لامل ګرځي.
" دغه دوا ګانې چې په بازارونو کې دي کیفیت یې ډیر خراب دی، ژر تاثیر نه کوي، تجاران یې هم کیسه کې نه دي او خپل تجارت کوي".

د عامې روغتیا وزارت هم مني چې د افغانستان په بازارونو کې دیرش فیصده دواګانې په قاچاقي بڼه واردیږي.

د دغه وزارت ویاند وحیدالله مایار امریکا غږ ته وویل، چې د افغانستان د بازارونو د " ۲۰ و تر ۳۰" فیصدو د اړتیا وړ دوا د قاچاقي دوا له لارې تامینیږي، چې په لابراتوارونو کې هم نه ټیسټ کیږي.
ښاغلي مایار وویل د عامې روغتیا وزارت د دوا د بازارونو د قانوني کولو لپاره په تیر یو کال کې ۹۰۰ بهرني او کورني هغه شرکتونه تړلي، چې بې کیفیته دوا یې واردوله.

هغه وویل" ومو لیدل چې یو شمیر شرکتونه له هغو کمپنیو دوا ګانې ورادوي، چې د هیواد د عامې روغتیا وزارت هغه کمپنۍ نه پیژندلې، هغه دوا یوازې د افغانستان لپاره جوړیده او افغانستان ته واردیده او خلکو په لوړه بیه اخیستله،عامې روغتیا وزارت د دغه کار د مخنیوي لپاره دغه شرکتونه ارزیابي کړل او شواخوا ۸۰۰ کورني او ۱۱۴ بهرني شرکتونو څخه یې د فعالیت جواز واخیست".

په کابل ښار کې د دواګانو یو کاروباري هم دا مني، چې ډیری درملتونونه په قاچاقي ډول دوا واردوي.

" دا جرم دی، که یو درملتون ته لاړ شې ورته ووایې دغه دوا راکړه درته وایي کومه یوه یې اوله که دوهمه اوس خو اګمینټین شپږ ډوله راوتلي دي او ډاکټران هم نپوهیږي په کوم درملتون کې د ښه کیفیت دوا ده".

په افغانستان کې د دواګانو د بازار ارزښت یو میلیارډ ډالرو ته رسیږي، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې په دغه برخه کې کورني تولیداتو ته وده ورکړي.

ښاغلي مایار وویل، چې دا مهال ۴۰ کورني شرکتونه فعالیت کوي، چې ۲۰ ډوله دوایي محصولات جوړي او د افغانستان د کورنیو اړتیاوو لس فیصده اړتیاوې رفع کوي.