ویسټ‌ انډیز افغانستان ته ماتې ورکړه او لړۍ یې مساوي‌ کړه

د افغانستان او ویسټ‌ انډیز ترمنځ‌ وروستۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ ده

په دویمه لوبه کې هم افغانستان پچه وګټله، لومړی یې منډې وکړې او ویسټ‌انډیز ته یې ۱۳۶منډو هدف وټاکه.

لوبه بیا هم په ویسټ‌انډیز کې وشوه. دا د دریو لوبو د لړۍ دویمه وه.

د افغانستان ټوله لوبډله په ۳۸ اورونو کې وسوځېدله او ویسټ‌ انديز دا هدف له کومې لویې ستونزې پرته د شپږو لوبغاړو په سوځېدوسره پوره او لوبه یې وګټله.

ویسټ‌ انډیز په دغه بري‌ سره د دریو لوبو لړۍ ۱-۱ مساوي‌ کړه،‌ د چهارشنبې په ورځ د ویسټ‌ انډیز په وخت ماسپښین درېیمه لوبه ده او هر چا چې وګټله د دغې لړۍ ګټونکی دی.

په افغان توپ‌ اچوونکو کې بیا هم راشد خان ښه وځلېده او درې لوبغاړي یې وسوځول، ګلبدین نایب دوه او محمد نبي یو لوبغاړي وسوځول،‌ خو هدف دومره زیات نه و چې افغانستان دې دا لوبه وګټي.

افغانانو نن ښه بیټينګ ونکړ، یو مهال افغانستان ۵۰ منډې وې او شپږ لوبغاړي یې سوځېدلې وو.

که څه هم نور علي ځدراڼ او جاوید احمدي په ارامه لوبه پیل کړه،‌ خو د نور علي له سوځېدو وروسته جاوید او نور لوبغاړي ژر ژر او یو په بل پسې وسوځېدل.

په افغان لوبغاړو کې ګلبدین نایب تر ټولو ډېرې ۵۱ منډې وکړې. نور علي ځدراڼ اته، جاوید نهه، رحمت شاه یو،‌ سمیع الله شینواري دوه، اصغر ستانکزي ۱۱، محمد نبي ۱۳‌، افسر ځاځي نهه،‌ راشد خان اووه، او دولت ځدراڼ نهه رنزونه وکړل.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان او ویسټ‌ انډیز د یوې ورځنیو لوبو لړۍ لري. تر دغو سیالیو مخکې ویسټ‌ انډیز له افغانستان څخه د ۲۰ اورونو د دریو لوبو لړۍ ۳-۰ وګټله.