کرکټ: افغانستان نمیبیا ته لویه ماتې ورکړه

دا د لویو وچو هېوادونو د روانو څلو ورځنیو سیالیو په لړ کې، د افغانستان دویمه بریا ده. افغانستان تر دې مخکې پاپوانیوګیني ته هم ماتې ورکړې او له سکاټلېنډ سره یې لوبه مساوي کړې وه.

افغانستان نمیبیا ته په یو اننګر او ۳۶ منډو ماتې ورکړه، چې په فرسټ کلاس سیالیو کې ستره ماتې بلل کیږي، دغه لوبه د هند د نوي ډیلي په ګریټر نویدا لوبغالي کې وه.

د نمیبیا لوبغاړي د لوبې په درېیمه ورځ افغان توپ اچوونکو ته ډېر ونه درېدل، هغوی ټول په ۱۲۶ منډو وسوځېدل. افغانستان په خپلې لومړۍ پاڼې کې ۳۳۴ منډې کړې وې او پر نمیبیا یې ۱۶۲ منډې اړولې وې، شهزاد په کې ۱۳۹ او افسر ځاځي ۴۹ منډې وکړې.

افغانستان په درېیمه ورځ لوبه وګټله، څلورمې ورځې او د افغانستان دویم اننګز یا پاڼې ته هېڅ اړتیا هم پېدا نشوه.

د نمیبیا د اولې پاڼۍ منډې ۱۷۲ منډې وې، افغانستان په دې بري سره د دغې سیالۍ ټولې ۲۰ نمبرې وګټلې او د لویو وچو د هېوادونو په جدول کې په درېیم نمبر شو. ظاهر خان پنځه، دولت ځدران درې او محمد نبي دوه مخالف لوبغاړي وسوځول.

ولې دا سیالۍ مهمې دي

د انټرکانټیننټل یا لویو وچو هېوادونو څلور ورځنۍ روانې سیالۍ د اسیا، اروپا او افریقا د اتو هېوادونو ترمنځ کې کیږي.

افغانستان، متحده عرب امارات، هانګ کانګ، ایرلینډ، سکاټلنډ، هالینډ، پاپوانیوګیني او نمیبیا له یو بل سره سیالۍ کوي.

د دغو سیالیو ارزښت په دې کې دی، چې د سیالیو د جدول د سر لوبډله به د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړي سره د ټست سیالیو امتیاز ترلاسه کوي.

ایرلینډ خپلې درې واړه لوبې ګټلې او د جدول په سر کې دی او ورپسې هالینډ او هانګ کانګ دي. افغانستان له ټست درجه لروونکو هېوادونو سره د سیالیو لپاره باید خپلې پاتې څلور نورې څلور ورځنۍ لوبې وګټي، چې ښايي تر ټولو سخته سیالي یې له ایرلنډ سره وي.