د پاکستان حبیب بانک کرکټ لوبډله کابل ته راځي

دا به لومړی ځل وي چې یوه بهرنۍ لوبډله کابل ته راځي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د پاکستان د حبیب بانک د کرکټ مشهوره لوبډله به کابل ته راځي چې، له افغانانو سره سیالۍ وکړي.

کرکټ بورډ وايي حبیب بانک لوبډله به د "افغانستان پرمختیایي لوبډلې" سره دوه څلور ورځنۍ او څلور یوه ورځنۍ سیالۍ وکړي. دا به لومړی ځل وي، چې یوه بهرنۍ او نسبتآ د خپل هېواد په کچه مشهوره لوبډله کابل ته راځي.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیې کې ویلي، په پاکستانۍ لوبډلې کې د دغه هېواد ځینې مشهور لوبغاړي هم شامل دي. کرکټ بورډ، چې د حبیب بانک د لوبغاړو لست اعلان کړی، په هغه کې د پاکستان دوه مشهوره لوبغاړي عمر ګل او عمران فرحت هم شته دي.

د کرکټ بورډ مشر نسیم الله دانش وايي "د لومړي ځل لپاره به افغانستان د یوې بهرنۍ پیاوړې لوبډلې کوربه وي او په الکوزي کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې به سیالۍ کوي. په دي سره به نه یوازې د کرکټ مینوال زیات شي، بلکه په هیواد کې به کرکټ نوره وده هم وکړي. دا لوبې به په یو داخلي چاینل کې هم ښودل کیږي".

لومړنۍ سیالي به د مۍ د روانې میاشتې په ۱۷ نېټه د سه شنبې په ورځ پلیږي او وروستۍ لوبه به یې د جون په څلورمه وي.

تراوسه د افغانستان د پرمختیايي لوبډلې د لوبغاړو لست خپور شوی نه دي، خو له څو ورځو راهیسې په کابل کې د افغانستان د ملي، الف او نونلس کلنو لوبډلو ځیني لوبغاړي په تمریناتو بوخت دي.

تر دې مخکې د افغانستان ملي، الف او د نونلس کلنو لوبډلو په پاکستان کې دننه د هغه هېواد له الف لوبډلې او نورو پياوړو لوبډلو او لوبغاړو سره سیالۍ کړي دي، خو دا به اول وار وي، چې کابل ته یوه پاکستانۍ لوبډلې راځي.

دا لوبې د کرکټ د نړیوالې شورا او اسیا د شورا سره نړیوال رسمیت نلري او د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه بلل کیږي.