افغانستان د انګلنډ له زمریانو سره د کرکټ سیالي لري

دا لوبه د چهارشنبې په ورځ ده

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په متحدو عربو اماراتو کې د انګلنډ له زمریانو سره د لوبې لپاره تمرینونه پيل کړي دي.

​دا څلور ورځنۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ ( ډسمبر ۷) پیلیږي. د افغانستان کرکټ بورډ د دغو سیالیو لپاره د ۱۷ لوبغاړو نوملړ اعلان کړی دی.

د افغان لوبغاړو لست

افغان لوبډله:

اصغر ستانکزی، شهزاد محمدي، محمد نبي، سمیع الله شینواری

رحمت شاه، راشد ارمان،حشمت شهیدي، جاوید احمدي، احسان جنت

ناصر جمال، شاهد کمال، شرف الدین اشرف، محمد یمین احمدزی

کریم جنت سید شیرزاد، نجات مسعود او افسر ځاځی

د انګلنډ زمریانو لوبډله د انګلینډ یوه کورنۍ لوبډله ده چې تر ډېره په کې د برتانیا ځوان لوبغاړي لوبیږي. له افغانستان سره یې لوبه یوه غیر رسمي او تمریني لوبه ده.

دغې لوبډلې وار د مخه له متحدو عربو اماراتو سره یو لړ لوبې هم کړي او ترې یې ګټلي دي. د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د دغو سیالیو اصلي هدف له متحدو عربو اماراتو او د ۲۰۱۷ کال د مارچ په میاشت کې له ایرلنډ سره د سیالیو لپاره چمتوالی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې په دغو سیالیو کې به افغان لوبڅار احمدشاه پکتین هم لوبڅار وي. په اعلان شوې لوبډلې کې اصغر ستانکزی کپټان دی. دغه راز په لوبډلې کې ځینو ځوان لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی.

پر دغو سیالیو سربېره ټاکل شوې چې د همدغه میاشت په پای کې افغانستان له اماراتو او د پېښور زلمي له لوبډلو سره د ۲۰ اورونو یو لړ سیالۍ هم وکړي، چې هغه لپاره به بیا بله لوبډله اعلانیږي.