د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي شاپور ځدراڼ د پاکستان پښتون لوبغاړي شاهد اپریدي ته خپل تاریخي کمیس ډالۍ کړ.
پر دغه کمیس د شاپور ځدراڼ او د ملي لوبډلې د تقریبآ ټولو لوبغاړو امضاوې دي.
شاهد اپريدي په خپل رسمي ټویټر کې له شاپور او نورو افغان لوبغاړو مننه کړې چې د هغه د خیریه ټولنې او ښو کارونو ستاینه یې کړې ده. اپریدي د شاپور دا کار د خپلې خیریه ټولنې په ملاتړ یو نیګ ګام بللی دی.
د شاپور ځدراڼ ورور غمي ځدراڼ، چې په خپله هم د افغانستان د الف لوبډلې غړی دی، امریکا غږ اشنا ته وویل چې شاپور ځکه دا کار وکړ چې اپریدی یو پښتون لوبغاړی دی او تل یې ښه لوبه کړې ده.
Huge thanks to #ShahpoorZadran @ACBofficials for the beautiful gesture for @SAFoundationN.Together we are all #HopeNotOut for the needy pic.twitter.com/hy1NT8e5pE
— Shahid Afridi (@SAfridiOfficial) July 15, 2017
غمي ځدراڼ وویل بل دلیل دا و چې اپریدی له کرکټ وروسته اوس خیریه کارونه کوي او شاپور غوښته چې له دغې لارې د هغه د نیکو کارونو ستاینه وکړي.
شاپور ځدراڼ د افغانستان کیڼ لاسی تېز توپ اچونکی دی، چې د خپلو وېښتو او منډو- رن اپ- له کبله هم مشهور دی.
اپریدي ته د شاپور ډالۍ شوی کمیس ځکه تاریخي بلل کیږي چې د جولاۍ په ۱۳ یې له ام سي سي سره په لوبه کې اغوستی و. شاپور په دغې لوبې کې درې لوبغاړي وسوځول.
د شاپور په په سوځېدلیو لوبغاړو کې د نیوزلنډ او پاکستان مخکني کپتانان برنډن مکولم او مصباح الحق هم شامل وو.
تر افغان لوبغاړي شاپور ځدراڼ مخکې د هند د ملي لوبډلې کپټان ویرات کوهلي هم خپل کمیس شاهد اپريد ته ډالۍ کړی و. د ویرات کوهلي په کمیس هم هندي لوبغاړو امضاوې کړې وې.
شاهد اپریدی د پاکستان د کرکټ د ملي لوبډلې مخکنی کپټان او لوبغاړی دی چې د خپلې تيزې لوبې له کبله خورا زیات مینوال لري.