اصغر ستانکزی: افغان بانکونه باید د کرکټ لوبډلې جوړې کړې

اصغر ستانکزی وايي که بانکونه په لوبو پانګونه وکړي، د پرمختګ زمینې به یې نورې هم زیاتې شي

د ملي لوبډلې کپتان اصغر ستانکزی وايي چې د افغانستان بانکونه دې هم د ځینو نورو هېوادونو د بانکونو غوندې د کرکټ او فوټبال لوبډلې جوړې کړي.

ښاغلي ستانکزي پر افغانستان بانک او نورو خصوصي بانکونو غږ وکړ چې لوبډلې جوړې کړي، لوبغاړي ورته راوبولي او د لوبو په وده کې برخه واخلي.

ښاغلی ستانکزی همدارنګه وايي چې دا به په افغانستان کې د لوبو د راتلونکو لپاره یو ګټور ګام وي او ورسره به د لوبو ودې او پرمختګ ته نوره لار هم هواره شي.

په نورو هېوادونو لکه په ګاونډ پاکستان کې ځینې خصوصي او حکومتي بانکونه د کرکټ او فوټبال لوبډلې لري، سیالۍ کوي او خپلو لوبغاړو ته ټاکل شوی معاش ورکوي.

د دې کار یو ښه والی دا دی چې هغو لوبغاړو ته چې ژوند یې لوبو ته ځانګړی کړی وي، د یو نسبتآ ښه عاید لاره پرانیستل کیږي او ورسره بانکونه هم مشهوریږي او پېرېدونکي او مشتریان یې زیاتیږي.

په افغانستان کې په دې وروستیو کې ورزش او په خاص ډول کرکټ او فوټبال ډېر وغوړېدل، که څه هم ځینو خصوصي بانکونو د دغو لوبو او سیالیو په جوړولو کې مالي مرستې کړې دي، په رسمي او دوامداره ډول لا کوم بانک د کرکټ، فوټبال او نورو لوبو لوبډلې نلري.

د افغانستان بانک د جولاۍ په ۱۷ افغان لوبغاړي وربللي وو چې د بشپړ غړیتوب خوښي ورسره په ګډه ولمانځي. ښاغلي ستانکزي هم په همدغې غونډې کې دا غوښتنه وکړه.

افغانستان څه موده مخکې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی شو. د دغه غړیتوب یوه ګټه دا ده چې د افغانستان بودیجه به لوړه شي او له نورو هېوادونو سره به د لوبو ډېر امکانات هم ورته برابر شي.

د کرکټ په نړیوالې شورا کې د افغانستان د بشپړ غړیتوب دریځ اخیستل د کابل په ګډون د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې په پراخه کچه لمانځل شوی او لمانځل کیږي.