مس عینک فاینل ته ووت، راشد او اصغر بیا سره مخامخ شول-کرکټ

د پنجشنبې په ورځ د کابل بازان او د بند امیر ښاماران لوبه لري

د افغانستان د شپږیزې لیګ په روانو سیالیو کې د مس عینک لوبډلې د بند امیر ښامارانو او د کابل بازانو د بست ساتونکو ته ماتې ورکړه.

د محمد نبي په مشرۍ د مس عینک لوبډله په دغه بري سره د شپږیزې سیالیو پایلوبې ته ووتله، خو د راشد لوبډله بند امیر ښاماران به سبا پنجشنبه – سپتمبر ۲۱- د کابل له بازانو سره لوبه لري چې ګټونکي به یې پایلوبې ته وځي.

مس عینک لوبډلې د بند امیر ښامارانو ته د ۱۶۴ منډو هدف ورکړ خو د هغوې ټوله لوبډله په ۱۴۰ منډو وسوځېدله.

د لوبې غوره لوبغاړی د مس عینک لوبډلې ظاهر خان شو چې په څلورو اوونو کې یې ۱۹ منډې ورکړې او پنځه لوبغاړي یې وسوځول.

کابل بازانو د نن ورځې په دویمې لوبې کې بست ساتونکو ته ماتې ورکړه.

بست ساتونکو په ۲۰ اورونو کې کابل بازانو ته د ۱۳۲ منډو هدف ورکړ چې هغوې په ۲۰ اور کې پوره او لوبه یې وګټله. د لوبې غوره لوبغاړی کریم صادق شو چې هم یې ۲۵ منډې وکړې او هم یې دوه لوبغاړي وسوځول.

د شپږیزې سیالۍ له شاوخوا یوې اونۍ راهېسې روانې دي. د سرېلنکا لوبغاړی منډیس هم نن د بست ساتونکو په لوبډلې کې و، خو لوبه یې وبایلله.

د شپږیزې پایلوبه د جمعې په ورځ ده.