د راشد لوبډله پایلوبې ته ووتله، له نبي سره مخامخ کیږي- کرکټ

د بند امیر ښامارانو لوبډلې د کابل بازانو لوبډلې ته په ماتې ورکولو د شپږیزې لیګ پایلوبې ته ووتله.

بند امیر ښاماران به په پایلوبه کې د مس عینک له اتلانو سره مخامخیږي، چې سبا ده.

د بند امیر ښامامارانو د کابل بازانو ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه خو هغوې پوره نشو کړی او لوبه یې وبایلله.

د بند امیر ښامارانو په لوبډلې کې تر ټولو ډېرې منډې حضرت الله ځاځي وکړې چې ۵۱ وې. مګر د لوبې غوره لوبغاړی نجیب ځدراڼ شو، ځکه چې هغه یوازې په ۱۶ توپونو ۳۹ منډې وکړې چې درې شپږیزې او درې څلورېزې په کې شاملې وې.

د کابل بازانو په لوبډلې کې بیا تر ټولو ډېرې ۷۱ منډې د عمان ذیشان مقصود وکړې خو د لوبډلې د بري لپاره یې کافې نه وې.

په توپ اچوونکو کې بیا فرید ملک دوه او کریم صادق یو کس وسوځول. د بند امیر ښامارانو په لوبډلې کې راشد خان بیا یوازینی بالر و چې یو کس یې وسوځوه. د کابل بازانو دوه نور لوبغاړي په منډو کې وسوځېدل.

د کابل بازانو د لوبډلې مشر اصغر ستانکزی دی او د بند امیر ښامارانو کپټان راشد خان دی. د کابل بازانو لوبډلې تېرکال د شپږیزې اتلولي ګټلې وه.

اوس به د راشد خان او محمد نبي لوبډلو ترمنځ د شپږیزې سیالیو پایلوبه کیږي.