محمد نبي لومړنی افغان شو چې ۲۰۰۰ رنزونه کوي

محمد نبي تر دې دمه د افغانستان لپاره ۸۷ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي‌دي

د افغانستان د ملي‌ لوبډلې مخکښ لوبغاړي محمد نبي د کرکټ په یوې ورځنیو سیالیو کې ۲۰۰۰ رنزونه وکړل.

محمد نبي د یکشنبې په ورځ( فبروري ۱۱) له زمبابوې سره په یوې لوبې کې خپل دوه زرم رنز وکړ. دی په دغې لوبې په ۳۱ منډو وسوځېده.

نبي له کلونو کلونو راهېسې د افغانستان په ملي لوبډلې کې لوبیږي. دی د ملي لوبډلې الراونډر دی، په دې مانا چې هم توپ اچونه کولی شي‌او هم توپ وهنه کولی شي.

محمد نبي د افغانستان لپاره تر دې دمه ۸۷ یوه ورځنۍ نړیوالې لوبې کړي دي، چې نهه پنځوسیزې او یوه سلیزه په کې شامله ده.

تر دې وروسته محمد شهزاد دی چې د افغانستان لپاره یې تر ټولو ډېرې منډې کړي دي.

محمد نبي هغه لوبغاړی دی چې د هند په لویو تجارتي سیالیو،‌ آی پي ال، د استرالیا په تجارتي سیالیو، بګ بش، د بنګلدېش په تجارتي سیالیو، بي پي ال او د ویسټ انډیز په تجارتي سیالیو،‌ سي پي ال، کې لوبېدلی دی.

دی تر اصغر ستانکزي مخکې د افغانستان د ملي لوبډلې کپتان هم و.