افغانستان له زمبابوې څخه د پنځو لوبو لړۍ ۴-۱ وګټله

دا لومړی ځل دی چې افغانستان له زمبابوې څخه د پنځو یوې ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ ۴-۱ ګټي.

د دغې لړۍ وروستۍ لوبه د دوشنبې په ورځ (فبروري۱۹) په شارجه کې وشوه. افغانستان د پچې له ګټلو وروسته په ۵۰ اورونو کې ۲۴۱ منډې وکړې. خو د زمبابوې ټوله لوبډله په 95 منډو وسوځېدله او افغانستان لوبه او لړۍ وګټله.

په افغان منډه جوړونکو کې جاوید احمدي ۷۶، رحمت شاه ۵۹ او راشد خان ۴۳ منډې وکړې.

په توپ اچوونکو کې راشد خان درې، شرف الدین اشرف او محمد نبي دوه- دوه کسان وسوځول. مجیب ځدران او شاپور ځدران بیا یو-یو لوبغاړي وسوځول.

افغانستان تر دغو سیالیو مخکې له زمبابوې څخه د ۲۰ اورونو د دوو لوبو لړۍ ۰-۲ وګټله.

افغانستان به له اماراتو څخه مستقیمآ زمبابوې ته ځي چې هلته د ۲۰۱۹ کال د غوراوي په سیالیو کې برخه واخلي. له زمبابوې سره دغه لوبې د غوراوي پړاو سیالیو ته د چمتوالي لپاره وشوې.