افغانستان نړیوال جام ته د ورتلو څومره چانس لري؟

افغانستان خپلې دواړه لوبې وګټلې

افغانستان د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام سیالیو کې خپله دویمه لوبه پر زمبابوې وبایلله او په دې سره یې نړیوال جام ته د وتلو امکانات بیخي کم شول.

افغانستان د سه شنبې په ورځ (مارچ۶) په زمبابوې کې په دوو منډو زمبابوې ته لوبه وبایلله، خپله لومړنۍ لوبه یې پر سکاتلند بایللې وه.

افغانستان په خپل ګروپ کې له هانګ او نیپال سره دوه نورې لوبې لري. "که" افغانستان دا دواړه لوبې وګټي او په دغو ټیمونو کې یې یو هم په لوړ رنټ ریټ خپلې پاتې لوبې ونه وګټي، افغانستان په خپل ګروپ کې درېیم کیږي او د سوپر۶ پړاو ته وځي.

په سوپر۶ کې شپږ ټیمونه وي او د ګروپي ګټل شویو لوبو پواینټونه هم له ځان سره وړي چې هلته پر لوبو او پایلو ډېر تاثیر لري.

سوپر۶ کې به څه کیږي؟

د افغانستان په ګروپ کې به اول ټیم له څلورو پواینټونو- نومرو- او دویم ټیم به له دوو نومرو سره سوپر۶ ته ځي او افغانستان- که ووت- له صفر سره به ورځي.

هره لوبډله سوپر۶ ته یوازې د هماغې لوبډلې د ماتې دوه نومرې ځان سره وړلې شي چې په ګروپي لوبو کې یې ماتې ورکړې وي او هماغه لوبډله ورسره سوپر۶ ته هم وتلې وي.

په سوپر۶ کې به افغانستان د بل ګروپ له دریو نورو لوبډلو سره چې شاید ویسټ انډیز، ایرلند او هالند وي، لوبې کوي.

هر بری دوه پواینټونه لري، په دې حساب که افغانستان ټولې لوبې وګټي نو شپږ پواینټونه به واخلي، چې بیا هم دا پواینټونه یې نړیوال جام ته ورتلل تضمینولی نشي. ځکه نور ټیمونه وار د مخه څلور پواینټونه لري، چې د دوو لوبو په ګټلو سره نړیوال جام ته یې وتل اسانه او تقریبآ یقیني کیږي.

بیا هم خبره د "امکان" ده، که افغانستان خپلې ټولې درې لوبې وګټي او د دوه-دریو نورو ټیمونو په لوبو کې بارانونه وشي، لوبې یې مساوي اعلان شي او یو-یو پواینټ ورکړل شي، چانس شته چې افغانستان د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ته ووځي.

خو، که داسې ونشي افغانستان به د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام د غوراوي سیالیو ته انتظار کوي، او را روان نړیوال جام لوبې به له افغانستان پرته په انګلند کې وشي.