د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپټان اصغر افغان په یوې ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۲۰۰۰ رنزونه پوره کړل.
هغه د یکشنبې په ورځ (مارچ۱۰) له ایرلنډ سره په لوبې کې خپله دوه زرمه منډه وکړه.
د کرکټ نړیوالې شورا په خپل رسمي ټویټر کې ښاغلي افغان ته د هغه د ۲۰۰۰ منډو مبارکي ورکړې ده.
Congratulations to Afghanistan captain @MAsgharAfghan on becoming their third player to reach 2,000 ODI runs! 👏 #AFGvIRE pic.twitter.com/xdYHNfhwQA
— ICC (@ICC) March 10, 2019
تر اصغر افغان مخکې دوو نورو افغان لوبغاړو محمد شهزاد محمدي او محمد نبي هم تر ۲۰۰۰ زرو ډېرې منډې کړي.
دا مهال په یوې ورځنیو لوبو کې محمد شهزاد محمدي او محمد نبي، هر یو یې، څه باندې ۲۵۰۰ منډې لري.
اصغر افغان له ایرلنډ سره د یوې ورځنیو سیالیو ( مارچ ۲۰۱۹) د پنځو لوبو په لړۍ کې ښه ځلېدلی دی.
هغه درې پرلپسې پنځوسیزې وکړې او په وروستۍ لوبه کې په ۸۲ منډو باندې په پښو کې د درد له کبله له میدان څخه ووت.
ښاغلي افغان تر دا مهال د افغانستان لپاره ۹۹ یوې ورځنۍ لوبې کړي دي. په دغه لړ کې یې ۱۱ پنځوسیزې او یوه سلیزه یې کړې ده.