افغانستان د اسيا کپ سیاليو لپاره لوبغاړي اعلان کړل

د اسیا جام په اماراتو کې کیږي

د افغانستان د کرکټ بورډ د اسیا کپ را روانو سیالیوته د لوبغاړو نوملړ خپور کړ.

په لوبډلې کې له منیر احمد او شرف الدین اشرف پرته نور ټول هماغه لوبغاړي دي چې ایرلنډ سره په سیالیو کې ولوبېدل.

منیر احمد کاکړ د افغانستان د امان الله خان په یوې ورځنیو سیالیوکې وځلېد او دا اول ځل دی چې په ملي لوبډلې کې لوبیږي.

د غواروي کمیټې د یکشنبې په ورځ (سپتمبر۲) په یوې خبري ناستې وویل چې ۱۷ لوبغاړي یې یاد جام لپاره نومولي دي.

د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل د لوبغاړو نومونه واخیستل "محمد شهزاد محمدي، محمد جاويد احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه زرمتی، اصغر افغان، حشمت الله شهيدي، نجیب الله ځدران، سميع الله شينواری، منیراحمد کاکړ، محمدنبي عیسی خیل، ګلبدين نایب، راشدخان، وفادار مومند، شرف الدين اشرف، مجیب الرحمن، افتاب عالم او سید احمد شېرزاد د اسیا جام سیالیو لپاره د افغانستان د ټیم غړي دي."

ښاغلي منګل دا هم وویل "هره شېبه امکان لري چې یو لوبغاړی ټپي شي ځکه مو منیر احمد چې په کورنیو سياليو، امیرجینګ، نولس کلنې لوبډلې او الف لوبډله کې يې ښه وړتيا ښودلې د کيپر په توګه لوبډلې ته راوست."

ښاغلي منګل زیاته کړه چې دولت ځدراڼ د ډاکټر د سپارښتنې پر اساس تر درملنې لاندې له همدې امله په لوبډله کې شامل نه دی.

د (ICC) یا د کرکټ نړيوالې شورا د بشپړ غړيتوب لرونکي لوبډلې په حیث افغانستان د لومړي ځل لپاره په اسیايي جام سیالیو کې برخه اخلي.

یادې سیالۍ د روان کال د سپټمبر میاشتې په ۱۵مه متحده عربي اماراتو کې پیلیږي او د تر ۲۸مې به دوام ولري. افغانستان د همدغې میاشتې په۱۶ له سرېلنکا او په ۱۹ له بنګله دېش سره لوبې لري.