د افغانستان او د متحده عربي اماراتو ترمنځ د افغانستان د کرکټ د لوبغاړو دپاره د ویزو مسله اوس د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په لاس کې ده او د وزارت لخوا ورسره ژمنه شوې چې دوي به ېې په لوړه سویه حل کوي.
دا خبره د افغانستان د کرکټ بورډ اجریوي ریس ښاغلي شفیق ستانکزي په یوه مرکه کې کړیده. ښاغلی ستانکزی چې دا وخت په هند کې دی،وايي چې دی هند ته په دې هدف راغلی که چرې د متحده عربي اماراتو سره دلوبغاړو د ویزو مشکل رفع نشو،نو دوي به راتلونکې نړیوالې لوبې په هند کې ترسره کړي.
ښاغلي ستانکزي دا هم وویل چې هند ورته نوي ډیلي کې یو لوبغالی ورکړیدی خو د کرکټ د نړیوالې شورا لخوا ورته موافقه نه ده ترلاسه شوې،نو که چرې متحده عربي اماراتو ته د تگ دپاره د ملي ټیم مهمو لوبغاړو ته د ویزو مسله حل نشي او ای سي سي ورته هند کې د نړیوالو لوبو لاره هم خلاصه کړي نو د دسمبر په پای کې به د زمبابوې سره پینځه یو ورځنۍ او دوه شل اوریزې سیالۍ هند کې ترسره شي.
خو ښاغلی ستانکزی هیله مند دی چې د متحده عربي اماراتو سره د ویزو مشکل به حل او لوبې به خپل کورني میدان شارجه کې ترسره شي. ښاغلي ستانکزي د کرکټ د مینه والو نه هیله وکړه چې د کرکټ بورډ په کارونو باور وکړي او د انتقاد په ځای دی ورسره همکاري وکړي.
Your browser doesn’t support HTML5