د افغانستان د کرکټ د ملي لوبدلې لوبغاړي نن دوشنبه مۍ ۲۲ (جوزا لومړۍ) له سريلانکا سره دریو یوې ورځنیو لوبو لپاره دغه هېواد ته ولاړل.
ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د جون په دویمه، څلورمه او اوومه له سري لانکا سره درې یوه ورځنۍ لوبې وکړي.
افغان کرکټ بورډ وايي چې دا لوبغاړي به څه باندې یوه اوونۍ په سري لانکا کې تمرین کوي چې را روانو لوبو ته چمتوالی ونیسي.
Here we come Sri Lanka 🛫AfghanAtalan are off to Sri Lanka to feature in a week-long preparation camp before taking on the hosts in a three-match ODI series starting on June 2 in Hambantota. @OfficialSLC #AfghanAtalan | #SLvAFG2023 pic.twitter.com/lj0FLfP8h5
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) May 22, 2023
د افغانستان او سري لانکا لوبې د همبانتوتا په ښار کې کېږي. دا دوستانه لوبې دي.
افغا کرکټ بورډ د دغو لوبو لپاره د ۱۵ لوبغاړو نومونه [سکواډ] اعلان کړي دي چې عبدالرحمن رحماني په کې په لومړي ځل ملي لوبډلې ته لاره موندلې ده.
راشد خان، نور احمد لکڼوال، رحمان الله ګربز او فضل حق فاروقي هم د آی پي ال له سیالیو وروسته سري لانکا ته ځي چې له لوبډلې سره یو ځای شي.
دا مطلب هم ولولئ
کرکټ؛ افغانستان له سري لانکا سره درې لوبې کويافغانستان له دغو لوبو وروسته له بنګله دېش سره هم د ټسټ، یوه ورځنیو او شل اوریزو لوبو لړۍ لري. همدغه راز له هند سره هم خبرې روانې دي چې درې یوه ورځنۍ لوبې وکړې.
دا لوبې د اسیا کپ او نړیوال کپ څخه مخکې کېږي چې د بورډ د چارواکو په وینا د افغان لوبډلې د چمتوالي لپاره مهمې دي.