راشد خان د نړۍ درې مشهور لوبغاړي وسوځول

راشد خان په څلورو اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې هم وسوځول

افغان لوبغاړي راشد خان د هند ( آی پي ال) د مشهورو تجارتي سیالیو د یکشنبې د ورځې په یوې لوبې کې د نړۍ درې مشهور لوبغاړي وسوځول.

راشد خان د سنرایزر حیدراباد په لوبډله کې دی او د ګجرات لاینز سره یې سیالي درلودله. دا لوبه په حیدراباد کې وه.

راشد خان په څلورو اورونو کې ۱۹ منډې ورکړې او درې لوبغاړي یې وسوځول.

راشد خان د لوبې غوره لوبغاړی شو او له ټولو افغانانو یې مننه وکړه چې هغه ته دوعاوې کوي. هغه وویل چې په آی پي ال کې لوبېدل د ټول افغانستان لپاره د ویاړ خبره ده.

د سنرایزر حیدراباد لوبډلې په خپل رسمي ټویټر کې راشد خان ستایلی او لیکلي یې دي چې ځوان لوبغاړي راشد خان شهکار وکړ.

راشد خان څوک وسوځول

راشد خان چې کوم لوبغاړي وسوځول د کرکټ مشهور او خطرناکه لوبغاړي بلل کیږي.

درې واړه لوبغاړي چې راشد خان وسوځول په ۲۰ اورونو کې سلیزې کړي دي.

برنډن مکولم هغه لوبغاړی دی چې تقریبآ د راشد خان د عمر په اندازه یې کرکټ کړی دی. مکولم خپله لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه په ۲۰۰۲ کال کې وکړه. دی د نیوزلنډ مخکنی کپټان او د۲۰ اورونو خطرناکه لوبغاړی دی.

مکولم په ۲۰ اورونو کې تر ۲۰۰۰ ډېرې منډې کړې چې دوه سلیزې هم په کې شاملې دي.

سورېش رینا بیا د هند کیڼ لاسی بیسټمن او د ۲۰ اورونو متخصص لوبغاړی بلل کیږي او د خپلې لوبډلې ګجرات لاینز کپټان هم دی.

درېیم لوبغاړی، چې راشد خان وسوځوه، د اسټرالیا مخکنی اوپنر او تېز منډه جوړونکی ایرون فیچ دی. دی هم د ۲۰ اورونو متخصص لوبغاړی بلل کیږي چې په آي پي ال، د اسټرالیا په کورنیو سیالیو بګ بش او نورو نړیوالو لوبو کې ځلېدلی او په ۲۰ اورونو کې یوه سنچري هم لري.

نړیوالو مبصرونو د راشد خان لوبه ډېره وستایله. دا لومړی ځل دی چې دوه افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد خان د آی پي ال په سیالیو کې لوبیږي.

دوی دواړه په یوې لوبډلې کې دي، راشد خان په لومړنۍ لوبه کې دوه لوبغاړي وسوځول، خو محمد نبي ته لا د لوبې چانس نه دی ورکړل شوی.