د اته کلن مجتی فکر او ذکر راشد خان دی

راشد خان وايی چې د مجتبی کیسه یې واورېدله حیران شو

کله چې مجتبی د زړه له عملیاتو وروسته په روغتون کې سترګې پرانیستلې نو لمړی یې د راشدخان نوم واخیست.

د ايټالیا د میلان په ښار کې ډاکټرانو له څو ساعتونو وروسته د اته کلن افغان ماشوم مجتبی د زړه عملیات وکړل. له عملیاتو څو ساعته وروسته مجتبی په هوښ راغی او د مور او پلار په وینا یې اوله خبره چې وکړه د "راشد خان" نوم یې واخیست.

اته کلن مجتبی په کابل کې زېږېدلی خو د کور مشرانو او ځلمیانو یې له کرکټ سره مینه لرله او همدغې مینې مجتبی هم له کرکټ او راشد خان سره اشنا کړ، دی د دویم ټولګي زده کوونکی دی.

دغه افغان ماشوم له کلونو کلونو د زړه رنځ ګالي، د مجتبی پلار ایشان وايي د راشد خبره او مینه چې څومره د مجتبی درد دوا کوي، د اروپا درمل یې نشي کولی.

ښاغلی ایشان وايي ډاکټرانو ورته وویل چې باید په داسې حالاتو کې د مجتبی هره غوښتنه ومنل شي. وايي مجتبی همداسې د راشد خان نوم اخیسته او ډاکټرانو ویل چې دا کس پیدا کړئ چې مجتبی سره یا وویني او یا وغږیږي.

د مجتبی پلار وايي هغه چې له عملیاتو وروسته په هوش راغی، اول یې د راشد خان نوم واخیست

هغه وايي دوی هک حیران وو چې څه وکړي او راشد خان څنګه پیدا کړي؟ خو له ډېرو هلو ځلو او تماسونو وروسته یو دوست یې په کاناډا کې د راشد خان د اړیکو شمېره پیدا کړه.

د راشد خان ځواب

د مجتبی پلار راشد خان ته پیغام پرېښود او کیسه یې په لنډو ورته ولیکله "زموږ هېڅ باور نه کېده. راشد خان چې زموږ پیغام لوستی و خپله یې زنګ را وواهه. راشد هماغسې چې په کرکټ کې اتل دی، همدغسې په اخلاقو او خپلو وطنوالو سره په مینې او خلوص کې هم اتل دی".

راشد خان له سلام کلام سملاسې وروسته راته وویل " الله دې مجتبی جان جوړ کړي، غواړم چې ورسره وغږیږم".

د مجتبی پلار وايي له راشد خان سره تر خبرو کولو مخکې مجتبی ډېر دردونه لرل او رنځېده، خو "همدا چې له راشد خان سره یې خبرې وکړې، باور وکړه ټول دردونه یې هېر شول، اوس هېڅ شکایت نکوي، ارام او خوشحال وي".

" یو میلیون ځله"

مجتبی چې لا هم د روغتون په بستر کې پروت دی، په یوټیوب باندې د راشد خان تېرې لوبې ګوري او د ویسټ انډیز په کورنیو سیالیو کې یي رواني لوبې څاري.

ما چې له مجتبی سره خبرې وکړې، ماته يې وویل راشد خان په آی پي ال کې ښې ویکټې واخیستې او د زمبابوې سره یې لوبه کې هم ښې ویکټې واخیستې.

مجتبی په یو کلپ کې تمرین کوي

له مجتبی مې وپوښتل، راشد خان دې ولې خوښیږي؟ " ځکه چې راشد خان ښه باولینګ کوي او کله ناکله ښه شارټونه هم وهي، زما ډېر خوښیږي، زما بېسټ پلېرـ د خوښې لوبغاړی- دی."

ما بیا ورته وویل، څومره دې خوښیږي؟ ویې ویل " یو میلیون ځله مې خوښیږي، کله کله مې تر دې هم زیات خوښیږي". مجتبی په ایټالیا کې عملیات شو، خو اوس د جرمني د هامبورک ښار په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

د هغه کورنۍ شاوخوا څلور کاله کیږي چې له کابله جرمني ته تللې ده. مجتبي دوه خویندې او یو ورور لري. پلار یې وايي په جرمني کې کرکټ ډېر کم دی، خو موږ له مجبوریته په ډېر لېرې ځای کې د کرکټ یو کلپ پیدا کړی چې مجتبی په کې تمرین وکړي.

"بیخي حیران شوم"

راشد خان وايي کله یې چې د دغه ماشوم د "مینې کیسه واورېدله، بیخي حیران شوم. زما په خبرو چې زما د یو هېوادوال درد کمیږي او په شونډو یې مسکا خپریږي، ولې به یې نه کوم. زه تقریبآ هره ورځ د مجتبی پوښتنه کوم، ډېر هوښیار او ښکلی ماشوم دی. خدای دې روغ او جوړ کړي".

د مجتبی په غوښتنه په روغتون کې هم د مجتبي لپاره بیټ، توپ او د کرکټ نور وسایل راوړل شوي. له مجتبی مې وپوښته چې د راشد خان کومه خبره دې ډېره خوښه شوه؟ "ما ته یې وویل چې نن – سه شنبه اګست ۲۹- مسابقه لري او ماته به پنځه ویکټې اخلي- پنځه کسان سوځوي-".

راشد خان وايي تقریبآ هره ورځ د دغه رنځور ماشوم پوښتنه کوي چې الله يې ښه کړی

د ویسټ انډیز په کورنیو سیالیو، سي پي ال، کې د راشد خان لوبډلې د سه شنبې د ورځې لوبه وګټله، خو راشد خان په کې درې کسان وسوځول. نه پوهیږم چې مجتبی به هم دا لوبه کتلې وي کنه، خو ډاډه یم چې راشد خان به ورته وايي، دې لوبې کې ونشوه، بلې کې به درته پنځه کسان وسوځوم.