د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ لوبډلې وپېژنئ

په شپږیزه کې شپږ لوبډلې لوبیږي

ټاکل شوې چې د سپتمبر په ۱۱ نېټه په کابل کې د شپږیزې کرکټ سیالۍ پیل شي او په ۲۲ نېټه ختمې شي.

دا پنځم وار دی چې شپږیزه سیالۍ کیږي، د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وایي چې سږکال شاوخوا ۳۰ بهرني لوبغاړي، روزونکي او څارونکي هم په دغو سیالیو کې برخه اخلي.

په شپږیزې کې ټول افغانستان په شپږو زونونو او لوبډلو وېشل شوی دی.

د کابل بازانو لوبډلې مشر د ملي لوبډلې کپټان اصغر ستانکزی دی او د جي پي تجارتي شرکت یې مالی ملاتړی دی. له اصغر سره په لوبډلې کې د افغانستان ملي لوبډلې او ځینې نور بهرني لوبغاړي هم لوبیږي.

د ختیځ زون په کچه بیا د سپین غر پړانګانو لوبډله ده چې د ملي لوبډلې بل لوبغاړی شفیق الله شفق یې کپټان او د مسلمیار ګروپ یې مالي ملاتړی دی. سپين غر کې مشهور لوبغاړی شاهدخان اپریدی او د افغانستان ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي هم لوبیږي.

د امو نهنګانو لوبډله بیا تر ډېره د افغانستان د شمال استازیتوب کوي چې د ملي لوبډلې غړی میرویس اشرف یې کپټان او د المصافي شرکت یې مالي ملاتړی دی. دوی هم د افغانستان ملي لوبډلې او ځینې بهرني لوبغاړي لري.

د شپږیزې د تېرکال اتلولي سپین غر ګډلې وه

د بند امیر د لوبډلې کپټان بیا وتلی لوبغاړی راشد خان دی چې په ځینو بهرنیو لوبغاړو سربېره د افغانستان د ملي لوبډلې ځینې لوبغاړي هم په کې لوبیږي. د پیراګون شرکت د بند امیر د لوبډلې مالي ملاتړی دی.

محمد نبي عیسی خیل بیا د جنوب ختیځو ولایتونو په استازولۍ د مس عینک د لوبډلې کپټان دی چې د وزیرزي ګروپ یې مالي ملاتړی دی. د افغانستان ملي لوبډلې او ځینې نور بهرني لوبغاړي هم د نبي په لوبډلې کې لوبیږي.

د افغانستان د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړی شاپور ځدراڼ د بست ساتونکو لوبډلې مشر دی. بست ساتونکو لوبډله د افغانستان د ملي لوبډلې او ځینو بهرنیو لوبغاړو جوړه ده. بست ساتونکي د شپږیزې لیګ سیالیو کې د افغانستان د جنوبي ولایتونو نمایندګي کوي. افغان سوداګر علي ارشد د دغې لوبډلې مالي ملاتړی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې په ټولو لوبډلو کې کورني لوبغاړي لوبوي او هڅه یې دا ده چې له دغو سیالیو څخه نوي استعدادونه پیدا او ملي لوبډلو ته یې معرفي کړي.

دا سیالۍ د کرکټ د نړیوالې شورا سره رسمي دي او په افغانستان کې په یو خصوصي تلویزون کې هم ښودل کیږي.

د شپږیزې د چمتوالي په اړه د حکمت سروش دا راپور وګورئ

Your browser doesn’t support HTML5

د شپږیزې لیګ سیالیو د چمتوالي په اړه راپور