د سرېلنکا لوبغاړی جیون منډیس کابل ته راغی

ali murad

د افغانستان کرکټ بورډ وايي د سرېلنکا لوبغاړی جیون منډیس کابل ته راغی چې د شپږیزې لیګ په روانو سیالیو کې ولوبیږي.

د سرېلنکا دغه الراونډر لوبغاړی چې په کیڼ لاس بیټینګ او ښی لاس ورو توپ اچونه کوي، په شپږیزې کې به د بوست ساتونکو له لوبډلې سره لوبیږي. د بوست ساتونکیو لوبډله د شپږیزې د دویم پړاو د څلورو لوبډلو په جدول کې اخره ده.

د افغانستان کرکټ بورډ په خپل رسمي فیسبوک کې د ښاغلي منډیس تصویر او کابل ته یې د رسېدو خبر خپاره کړي دي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د بست ساتونکي به د چهارشنبې په ورځ – سپتمبر۲۰- له کابل بازانو سره سیالي کوي، که یې وګټله د بند امیر او میس عینک ترمنځ د سیالیو له بایلونکې لوبډلې سره به سیالي کوي چې ګټونکي به یې بیا پایلوبې ته وځي.

که بست ساتونکي لوبه وګټي منډیس به دوې لوبې کوي او که فاینل ته ووتل بیا به درې لوبې کوي، خو که یې د چهارشنبې د ورځې لوبه وبایلله نو منډیس به یوازې یوه لوبه کوي او بېرته به خپل هېواد ته ستنیږي.

لا معلومه نه ده چې د بست ساتونکیو جیون منډیس په څومره افغانیو/ډالرو پېرودلی دی. د بست ساتونکیو په لوبډلې کې درې نور بهرني لوبغاړي هم لوبېدلي دي.

جیون منډیس تر دې دمه د سرېلنکا لپاره ۵۴ یوې ورځنۍ او ۱۶ د ۲۰ اورونو نړیوالې لوبې کړي دي.

له شاوخوا یوې اونۍ راهېسې په کابل کې د شپږیزې لیګ سیالۍ روانې دي چې شاوخوا ۳۰ بهرني لوبغاړي، روزونکي، څاروونکي او مبصرین هم په کې برخه لري.