د افغانستان لوبغاړی د "ورلډ ایلیون" لوبډلې کپتان شو

محمد الله احمدزی د معلولینو د کرکټ د ملي ټیم غړی دی

د افغانستان د معلولینو د کرکټ د لوبډلې غړی محمد الله احمدزی د ورلډ ایلیون لوبډلې ګپټان وټاکل شو.

ورلډ ایلیون د څلورو هېوادونو له لوبغاړو جوړه شوې لوبډله ده چې د انګلستان له الف ټیم سره به یوه دوستاني سیالي کوي.

محمد الله احمدزی د معلولینو په شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان له لوري غوره لوبه کړې او په همدې ویاړ ورته کپتاني سپارل شوې ده. د ورلډ الیون په نوم د څلورو هیوادونو د لوبغاړو په ټیم کې پاکستان، هند ،بنگله دیش او افغانستان درې درې لوبغاړی شامل دی.

د افغانستان د لوري محمد الله احمدزي نه علاوه محمد اشرف او طفیل دستوخیل هم شامل دی.

د افغانستان د معلولینو کرکټ ټیم د پنځو هیوادونو د ورلډ سیریز په دې ټورنامنټ کې چې د اگست له څلورمې تر دیارلسمې ېې دوام درلود پاکستان بنگله دیش او کوربه انگلستان ته لومړیو دریو شل اوریزو کې ماتې ورکړه. د هند مقابل کې بریالی نشو او بیا په سیمي فاینل کې ېې دانگلستان په مقابل کې په لسو منډو ماتې وخوړه او د فاینل نه پاتې شول.

د افغانستان د کرکټ د معلولینو ټیم لوبغاړي د دې ټورنامنټ په غوره لوبغاړو کې یاد شوي چې یو پکې محمد الله احمدزی دی چې د څلورو ټیمونو د لوبغاړو د شریک ټیم کپتاني ورته سپارل شوې چې ستر ویاړ بلل کیږي.